د طالبانو د ريیس الوزرا په مشرۍ ددې ډلې کابینې د پلازمينې کابل اړوند شاه و عروس بند څخه نږدې سیمو ته د اوبو رسولو په موخه د چارو ادارې ریاست ته سپارښتنه کړې، چې له اړوندو ادارو سره خبرې وکړي او وروستۍ پایله یې د ریاست الوزرا له مقام سره شریکه کړي.
د پلازمېنې کابل له شاه و عروس بند څخه د دغه بند شاوخوا سیمو ته د اوبو رسولو په موخه په داسې حال کې هڅې پیلیږي، چې د نړۍوالو بنسټونو په وینا، کابل به په نږدې راتلونکو کلونو کې د اوبو له شدید کمښت سره مخ شي.
له دې سربېره کابل ښاروالۍ هم په کابل کې د اوبو لپاره د څاګانو پر کېندلو محدودیتونه لګولي دي.
شاهوعروس بند چې د کابل ولایت د شکر درې ولسوالۍ په مربوطاتو کې موقعیت لري، د افغانستان د ملي اوبو تنظیم ادارې له سترو پرمختیایي پروژو شمېرل کېږي.
یاد بند ۹ میلیونه مکعب متره د اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري او همداراز ۱،۲ مېګاواټه برېښنا تولیدولی شي.
د بند عمومي محور۷۷،۵ متره مربع دی او د بحر له سطحې ۲۱۶۱ متره لوړوالی لري. د دغه بند له لارې شاوخوا ۲۷۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبېږي.
د بند د زېرمې له مجموعي اوبو څخه ۴ میلیونه مکعب متره د کابل ښاریانو د څښاک او ورځنيو اړتیاوو لپاره ځانګړې شوې، او پاتې ۵ میلیونه مکعب متره اوبه د زراعتي ځمکو خړوبولو او برېښنا تولید لپاره کارول کېږي.
دغه بند هر کال ۳۲ میلیونه مکعب متره اوبه تنظیموي.