د زلاله کورنۍ: طالبان د افغان سندرغاړې زلاله هاشمي په موندلو کې مرسته نه کوي

۲ ورځې مخکې

د افغان سندرغاړې زلاله هاشمي کورنۍ افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د نوموړې له نادرکه کېدو ۴۸ ورځې تېریږي خو طالبان د هغې په موندلو کې لازمه مرسته ورسره نه کوي.

کورنۍ یې نیوکه کوي، چې د شکمنو کسانو په نیولو کې هم طالبان ورسره مرسته نه کوي.

د افغان سندرغاړې زلاله هاشمي کورنۍ نن دوشنبه، د چنګاښ ۲۳مه، افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبان له دوی سره هېڅ معلومات نه شریکوي، چې د زلالې پیدا کولو لپاره یې څه کړي دي.

د کورنۍ یوه غړي یې وویل:«طالبان او د دوی امنیتي ادارې د زلالې له لادرکه کېدو وروسته چې په کوم ډول یې د هغې د پیدا کولو لپاره هڅې کړې، معلومات نه ور کوي او نه هم موږ ته د پيښې په اړه څه وايي».

د زلالې هاشمي خپلوانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو پر دوی فشار راوړی څو ووايي، هغه تښتول شوې نه ده، بلکې له کوره خپله تښتېدلې ده.

دوی همدراز نیوکه کوي، چې د طالبانو اداره ورسره د زلالې هاشمي په راپېدا کولو کې هېڅ راز مرسته نه کوي.

د افغان سندرغاړې زلالې هاشمي د کورنیو غړو د چنګاښ پر لومړۍ نېټه افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې دوی په عریضه کې لیکلي، چې زلاله هاشمي تښتول شوې ده خو د طالبانو امنیتي مسوولینو ورته ویلي چې تاسې به په عریضه کې د هغې لپاره «فرار از منزل» لیکئ.

د زلاله هاشمي خاوند سید محسن هاشمي افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د (د غبرګولي ۲۹مه) په یوه لېږلې ویډيو کې ویلي و، چې زلاله هاشمي ۱۵ ورځې وړاندي په کابل کې تښتول شوې.

هاشمي ویلي و، چې تر اوسه د هغې د ژوند او مرګ په اړه معلومات نشته او د پیدا کېدو ټولې هڅې يې ناکامې شوي دي.

د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند هم په خپله اېکسپاڼه ویلي و، چې مېرمن زلاله په خپله خوښه خپل کور پرېښی او تښتول شوې نه ده.

زلاله یو ۴ کلن زوی لري، چې کورنۍ يې وایي روغتیايي حالت يې ښه نه دی.

"زلاله هاشمي" په افغانستان کې د "طلوع" خصوصي ټلویزیون د "افغان ستوري" په سندريز پروګرام کې د ګډون او وروستي پړاو ته د رسېدو له امله مشهوره وه.

نور خبرونه

رادیو