په نارینه او ښځو کې بې اولادي یوه جدي ستونزه ده. ډاکټران وايي، د دې ستونزې د حل لاره دا ده چې هلک او نجلۍ تر واده وړاندې روغتيايي معاینات وکړي. دغه معاینات هم اسانه او هم ارزانه دي. که په دغه معایناتو کې دا روښانه شي، چې هلک یا نجلۍ ناروغي لري درملنه یې کېدای شي.
پنځوس کلن حاجي اکرم د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې ډېر جایداد لري، ښې ډېرې نغدې پيسې هم لري؛ خو اولاد نه لري. که څه هم درې ودونه یې کړي او درې واړه مېرمنې یې ځوانانې دي؛ خو بیا یې هم په کور کې د ماشوم غږ نه اورېدل کېږي، له همدې امله یې په کور کې چوپتیا خپره وي.
هغه د اولاد په تمه پرله پسې درې ودونه وکړل؛ خو ډېر ناوخته ډاکټر ته ولاړ او ډاکټر ورته وویل، چې ته وچ یې؛ د تل لپاره اولاد نه شې پيدا کولای.
خو ایا د دې ډول ستونزې کوم حل شته؟ د کندهار د ډنډ ولسوالۍ ډاکټر یوسف دغه ستونزه حل کړې ده. هغه وايي: «د زوی له پاره مو نجلۍ خوښه کړه، د نجلۍ پلار ته مې وویل چې د هلک او نجلۍ روغتیايي معاینات به وکړو، داسې نه وي چې کوم یو یې وچ وي یا میراثي ناروغي ولري. د نجلۍ پلار ته لومړی دا خبره ډېره عجیبه ښکاره شوه؛ خو ما قناعت ورکړ چې دا بد کار نه دی او یوه اړتیا ده. هغه و چې د هلک او نجلۍ معاینات مو ور وکړل او له معایناتو معلومه شوه، چې هلک او نجلۍ هیڅ ډول ناروغي نه لري او تر معایناتو وروسته مو دسمال راوړ.»
خو د افغانستان په څېر بېوزله هېواد کې د خلکو پوښتنه دا ده، چې ایا دغه ډول معاینات اسانه او ارزانه دي؟ په دې اړه ډاکټر محب روښان وايي: «دا معاینات د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې کېږي او لږ لګښت غواړي، ځانګړي لابراتوارونه او نور خاص طبي وسایل هم نه غواړي. د نارینه سپرم (مني) تحلیل کېږي او د نجلۍ الټراساونډ کېږي، چې خلک یې ټلویزیوني معاینات هم بولي، بس یوازې دوه درې زره افغانۍ لګښت لري.»
خو که د معایناتو له پایلې وروسته دا په ډاګه شي، چې نجلۍ یا هلک وچ (شنډ) دی ایا درملنه یې کېدای شي؟ په دې اړه ډاکټر روښان وايي: «که هلک یا نجلۍ ناروغي ولري علاج یې ممکن دی؛ خو اسانه لارې چارې هم لري، چې تر دویم واده یې لګښت ډېر کم دی.»
که عام خلک یا زدهکړې نه لري او یا هم په روغتیايي برخه کې پوهاوی نه دی ورکول شوی؛ خو پوښتنه دا ده، چې لوستي خلک او په تېره بیا ډاکټران ولې تر واده وړاندې د ځان او اولادونو روغتیايي ازموینې نه کوي؟
په دې اړه ډاکټر محب روښان وایي: «هر نوی کار که هغه هر څومره علمي او ګټور وي خلک د شک په سترګه ورته ګوري او دا شک په رواج پورې تړلی دی. دا ثابته شوې، چې رواج یوازې پر عامو خلکو نه؛ بلکې پر لوستو خلکو هم واکمن وي، باید یو څوک دا ناوړه دود مات کړي چې نور خلک یې ګټه وویني، دلیل ورته پيدا شي او هغوی هم پر دې لاره ولاړ شي. »
له بل پلوه د روغتیا نړۍوال سازمان څېړنې ښيي، چې په اسیايي هېوادونو کې د اولاد نه پیدا کېدو لامل یا د شنډوالي ستونزه تر ډېره حده په نارینهوو پورې اړه لري.
په اسلامي هېوادونو کې نارینه حق لري، چې د اړتیا له مخې تر څلورو پورې ودونه وکړي؛ که یوه ښځه یې شنډه وي بل واده کولای شي، خو که خاوند شنډ وي مېرمن یې مجبوره ده چې د تل له پاره د بې اولادۍ درد وزغمي.