د طالبانو مشر د دوشنبې په ورځ د کندهار ولایت له میرویس حوزوي روغتون څخه لیدنه کړې او له ناروغانو سره یې نغدې مرسته کړې ده. د یاد روغتون چارواکو او د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مسوولینو تایید کړې چې نوموړی د روغتون د خدماتو، ناروغانو وضعیت او موجودو امکاناتو ارزونې لپاره تللی و.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې د طالبانو د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي، مالي او اداري معین مولوي بخت الرحمن شرافت، د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر ګل محمد عثمان او د میرویس روغتون مشر مفتي منیر احمد منور هم د نوموړي ملتیا کوله.
د طالب چارواکو په وینا، د روغتون مسوولینو د نويو اصلاحاتو، خدماتو او اړتیاوو په اړه مولوي هبت الله ته لنډ معلومات ور کړل او نوموړي له دغو خدماتو خوښي وښوده.
ویل کیږي چې نوموړي له ناروغانو سره له نږدې خبرې وکړې او روغتیايي پرسونل ته یې سپارښتنې وکړې.
همداراز طالب سرچینې د لیدنې پر مهال له ناروغانو سره د مالي مرستې راپور هم ور کوي، خو د مرستې کره اندازه نه ده څرګنده شوې.
د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته دا له میرویس روغتون څخه د طالبانو د مشر نادره علني لیدنه بلل کېږي.