د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین ویلي، چې د خېبرپښتونخوا حکومت، پولیس، او انتظامیه نه یوازې د پښتنو پر وړاندې ظلمونو ته چوپ پاتې دي، بلکې د قربانیانو پر ځای له هغو کسانو سره بد چلند کوي، چې د حق غږ پورته کوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین په یوه تازه فېسبوک پوسټ کې چې څو ساعته مخکې خپور شوی، د خېبرپښتونخوا د حکومت، انتظامیې او پولیسو پر کړنو سختې نیوکې کړې دي.
هغه ویلي: «د خېبرپښتونخوا انتظامیې نه یوازې دا چې قاتلان نه نیسي، بلکې هغه کسان نیسي چې د قربانیانو فاتحو او جنازو ته ورځي.»
دا څرګندونې داسې مهال شوي، چې د PTM ایالتي همغږی کوونکی خیرالامین د مولانا خانزېب د جنازې په مراسمو کې د ګډون له امله ونیول شو.
منظور پښتین زیاته کړې: «د انصاف غوښتونکي بندیانېږي، خو قاتلان د ریاست تر سیوري لاندې ګرځي.»
پښتین ویلي، د خېبرپښتونخوا حکومت اوس هم د پوځ هغه تګلاره تعقیبوي چې د هر برید یا ناامنۍ پړه پر "هند" وراچوي، څو له خپلو مسوولیتونو خلاص شي.
د هغه په وینا: «کله چې له پوځ څخه وپوښتل شي چې ولې پر پښتنو بریدونه کېږي، نو فوراً هند تورنوي. حکومت هم همدا د وفاق تر شا پټېږي.»
نوموړي دا هم څرګنده کړې، چې د صوبو حکومتونه د پنجاب واکمنو حلقو غلامي کوي. هغه د ملک نصیر افریدی بېلګه یاده کړې، چې د خېبرپښتونخوا حکومت هغه له لاسونو تړلی نېغ پنجاب حکومت ته وسپاره، نوموړي زیاته کړې: «نه یې د سپینې ږیرې درناوی وکړ، نه یې بېګناهي ته پام.»
پښتین ادعا کړې، حاجي عبدالصمد چې ټول عمر یې خدمت کړی، د همدغه انتظامیې له خوا د سند حکومت ته وسپارل شو او اوس هم د سند په زندان کې کړاوونه ګالي.
نوموړي د حکومت ظلمونو یاد کړي، چې د کالج زدهکوونکي لکه وقار او فضل امین افریدی تښتول شوي، شکنجه شوي او هڅه شوې چې د پوځ پر ضد د خبرو بندولو لیک ته لاسلیک وکړي.
دی زیاتوي، چې د مفتي منیر شاکر له وژنې څو ورځې مخکې د ده د شخصي ساتنې اسلحه جواز لغوه کړل شوی.
پښتین د فېسبوک په دغه پوسټ کې زیاته کړې، کله چې د کورمې مسله د قومي جرګې له لارې هوارېدو ته نږدې وه، «انتظامیې جرګه کوهات کې بنده کړه.»
منظور پښتین دا هم لیکلي: «کله چې د خېبر جرګې د شهیدانو لپاره د PTM له خوا د اېف ای ار هڅه وشوه، دا نه یوازې رد شوه، بلکې پر منتظمانو د قتل مقدمه ثبت شوه.»
د هغه په وینا، حاجي عبدالصمد، ملک نصیر او نور یې زنداني کړل، «خو اصل مجرمان په ارام ګرځي.»
پښتین د سند حکومت هم تورن کړ، چې د جنرالانو په اشاره پر علي وزیر او عبدالصمد مسلسل جعلي مقدمې جوړوي، تر څو دوی "د عبرت نښې" وګرځي او څوک د پوځ د ظلم پر ضد غږ و نه کړي.
هغه زیاته کړه: «پاکستاني ریاست اوس یو مکمل پنجابي ریاست دی. د پوځ مشر، صدراعظم، د دفاع، کورنیو او بهرنیو چارو وزیران ټول پنجابیان دي، چې د ډالرو او معدنیاتو لپاره د پښتنو نسل وژنه کوي.»
پښتین ټینګار کړی، چې د استعمار له خوا جوړ شوی حکومتي نظام، یوازې د اشغالګرو لپاره جوړ شوی، نه د محکومو قومونو د حق لپاره.
د منظور پښتین دا خبرې په داسې حال کې کېږي، چې د PTM مشران وخت په وخت د قانون له سخت چلند سره مخامخ دي، همدا ډول دغه غورځنګ په پاکستان کې غېرې قانوني ګرځول شوی.