طالبان د افغانستان طبیعي سرچینې، ستراتیژیک جغرافیوي موقعیت او ملي ګټې د بهرنیو هېوادونو د ګټو لپاره کاروي، په داسې حال کې چې افغان ولس له تعلیمي محدودیتونو، اقتصادي ستونزو او ټولنیز محرومیت سره مخ دی.
اوفا چې له بهر څخه د افغان فعالانو او فکري شخصیتونو له خوا رهبري کېږي، په یوې اعلامیه کې پر طالبانو سختې نیوکې کړي.
یاد سازمان وایي، طالبان له پاکستان، چین، روسیې او ایران سره داسې معاملې کړي چې د ملي شتمنیو زیان او د ګاونډیو نفوذ پراخوي.
په اعلامیه کې راغلي، چې د پاکستان د رېل پروژه افغانستان یوازې د تېرېدو په لاره بدلوي او معادن د شخصي ګټو لپاره بهرنیو هېوادونو ته د ارزانه بیو په بدل کې ورکړل شوي دي.
د اعلامیې له مخې، طالبان ایران ته اوبه وړیا ورکوي، خو د ایران له خوا بیا افغان کډوال له سخت چلند سره مخ دي.
په اعلامیه کې همداراز راغلي، چې طالبان نړۍوالو ته امتیازونه ورکړي، خو د ولس پر وړاندې تعلیمي بندیزونه، د ښځو محرومیت، او تولنې پر وړاندې خپل جبر روان ساتلی دی.
اوفا غوښتنه کړې، چې افغان ولس او نړۍواله ټولنه باید د دې زیانمنو سیاستونو پروړاندې غلي پاتې نه شي.
دا په داسې حال کې ده، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته نه یوازې د دې هېواد سیاسي جوړښت ونړېد، بلکې د طبیعي سرچینو، جیوپولیټیک موقعیت او ملي ګټو مدیریت هم له افغان ولسه اخیستل شوی دی. طالبان چې نړۍوال مشروعیت ته د رسېدو او خپل حاکمیت د تمویل لپاره له بېلابېلو لارو هڅه کوي، اوس داسې ښکاري چې د هېواد شتمنۍ د بهرنیو هېوادونو تر نفوذ لاندې پرېښي دي.
د افغانستان د لیتیم، مسو، سرو زرو او نورو کانونو په اړه تازه راپورونه ښيي چې له چین، ایران، پاکستان، ترکیې او ځینو نورو هېوادونو سره داسې معاملې روانې دي چې د ملي شفافیت، حساب ورکونې او ولسواکو اصولو څخه بېبرخې دي. د دغو منابعو استخراج د یوې ځانګړې کړۍ لهخوا کنټرولېږي، چې نه یې عواید د عامو افغانانو ژوند ته بدلون ورکوي او نه هم د راتلونکي لپاره کومه حسابداري شته.
په ورته وخت کې، افغانستان د سیمې په کچه یو مهم جیوپولیټیک موقعیت هم لري.
دا هغه جغرافیه ده، چې د منځنۍ اسیا، سوېلي اسیا او منځني ختیځ تر منځ د ټرانزیت، انرژۍ او استخباراتي همکارۍ لپاره کلیدي ارزښت لري، خو دا موقعیت اوس د ملي ګټو پر ځای د طالبانو د واک ساتنې او بهرنیو هېوادونو د استراتیژیکو موخو لپاره کارېږي.
په هېواد کې دننه، ولس له ژورو ټولنیزو، اقتصادي او بشري ستونزو سره لاس و ګرېوان دی.
د نجونو پر زدهکړو بندیز، د بشري حقونو پراخ محدودیتونه، د بیان ازادۍ نهشتون او ژور اقتصادي رکود د افغانانو ورځنی ژوند له کړاوونو ډک کړی. سلګونه زره ځوانان له بېکارۍ څخه کړېږي، میلیونونه ماشومان له زدهکړو محروم پاتې دي او ښځې د ټولنیز، اقتصادي او سیاسي مشارکت له ټولو ډګرونو شړل شوې دي.
دې حالت نه یوازې د ولس د پرمختګ مخه نیولې، بلکې د افغانستان راتلونکي ته یې هم جدي ګواښ پېښ کړی دی.
د افغانستان پخوانيو چارواکو، مدني فعالانو، خبریالانو، د ښځو ملاتړو ادارو او نړۍوالو په ځلونو نیوکه کړې، چې طالبان نه یوازې ستونزې نه حلوي، بلکې د بحرانونو تر سیورې لاندې خپلې ګټې خوندي کوي او د ولس له نظره پټې معاملې، غېر شفاف قراردادونه او د منابعو غېر قانوني کېندنې کوي.
د دوی په خبره، په افغانستان کې اوسنی نظام د ملت د استازیتوب پر ځای، د یوې محدودې ډلې د بقا لپاره مبارزه کوي.