د پاکستان حکومت د دوشنبې په ورځ د زیات شمېر افغانانو ویزې له دې امله لغوه کړي، چې له یوې میاشتې زیات وخت په سیسټم کې پاتې شوې وې. بل پلو افغان کډوال وایي، چې حکومت د وېزو تمدید بند کړی وو ځکه یې ویزې له یوې میاشتې زیات وخت په سیسټم کې پاتې وې.
د پاکستان حکومت د جولای په ۷مه نېټه د بهرنیانو لپاره د ویزې د تمدید بهیر د موقتي مودې لپاره بند کړ. دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې د ویزهو د تمدید په اداره کې یو شمېر دولتي کارکوونکي د فساد په تور ونیول شول.
خو دا بندیز د افغان کډوالو لپاره جدي بشري ناورین رامنځته کړ، ځکه د دوشنبې په ورځ د ډېرو افغانانو ویزې لغوه شوې او د جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دي.
د دوشنبې په ورځ د پاکستان د کورنیو چارو وزارت بېرته د تمدید بهیر پيل کړ، خو په ورته مهال یې ډېری تجارتي او صحي ویزې لغوه کړې، چې سیسټم کې تر یوې میاشتې زیات وخت پاتې وې.
دا په داسې حال کې ده، چې په زرګونو بهرنیان په ځانګړي ډول افغان کډوال د دې پرېکړې قربانیان شوي دي.
یوه افغانه کډواله چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې تر درملنې لاندې ده او نن یې تازه د ویزې تمدید لغوه شوی.
نوموړې افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل: «زه دلته د ناروغۍ د علاج لپاره راغلې یم، په وخت مې د ویزې تمدید لپاره اپلای کړی و، خو د پاکستان حکومت د ویزو تمدید بند کړل، زموږ ویزې په سیسټم کې پاتې شوې، نن زما ویزه رد شوې ده، په دې کې زموږ ګناه څه ده؟»
ډېر شمېر افغانان چې ویزې یې لغوه شوې دي، وایي چې په حکومتي سیستم کې د پاتې شویو اضافي ویزو ستونزه د دوی له لوري نه، بلکې د ادارې دننه د فساد له امله رامنځته شوې وه او افغانانیې یوازې قربانیان شول.
ډېری هغه کسان چې ویزې یې رد شوي، اوس د قانوني اسنادو له نشتوالي سره مخ دي. د وضعیت جدي ګواښ دا دی چې پولیس کولی شي هغوی ونیسي او جبري یې بېرته افغانستان ته واستوي.
په دې افغانانو کې ګڼ شمېر یې هغه کسان دي چې ژوند یې په افغانستان کې له ګواښ سره مخ دی او پاکستان ته یې یوازې د دې لپاره پناه وړې ده چې درېیم هېواد ته کډوال شي.
د بشري حقونو مدافعین وايي، چې دا پرېکړه کولی شي د زرګونو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ کړي. یو شمېر افغانان چې د سیاسي مخالفت، مذهبي اقلیتتوب یا جنسي اقلیت له امله افغانستان کې خوندي نه دي، اوس بېاسناده پاتې دي.
د یوه افغان کډوال په وینا، چې نوم یې د امنیت له امله نه دی افشا شوی: «زما ویزه باید یوه اوونۍ مخکې تمدید شوې وای، خو اوس یې لغوه کړې ده. نه بېرته خپل هېواد ته تللی شم او نه هم په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اجازه لرم.»
د ویزو لغوه کول او د بیا فعالېدو پروسه د حکومتي بېثباتۍ او ادارې دننه فساد څرګندونه کوي. که څه هم پاکستان هڅه کوي چې د غېر قانوني کډوالو پر ضد یو "منظم" کمپاین ولري، خو د ناسم مدیریت، کمزورې تګلارې او بشري معیارونو نهپاملرنې له امله، بېګناه کسان سخت زیان ویني.
د قانون پلي کوونکي ځواکونه اوس هغه کسان تعقیبوي، چې د سیستم له تېروتنو له امله ناقانونه ګڼل کېږي.
د کډوالو چارو نړۍوال قوانین وایي، چې هر څوک باید د خپل امنیت د خطر له امله جبري و نه وېستل شي. افغان کډوال چې تازه یې د ویزې تمدید لغوه شوې د داسې پرېکړې قربانیان دي چې دوی یې عاملین نه و.
پاکستان له څو لسیزو راهیسې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه دی، خو دا مېلمهپالنه د وخت په تېرېدو له ګڼو سیاسي، قانوني او اقتصادي ننګونو سره مخ شوې.
میلیونونه افغانان د شوروي له یرغل راهیسې او بیا تر طالبانو وروسته رژیمونو پورې د تاوتریخوالي او بېثباتۍ له امله پاکستان ته کډه شوي.
که څه هم پاکستان د نړۍوالو قوانینو له مخې د کډوالو د ژغورنې مکلف دی، خو هېڅکله یې د ۱۹۵۱ د کډوالۍ کنوانسیون نه دی لاسلیک کړی. له همدې امله افغان کډوال ډېری وخت له قانوني، تعلیمي، روغتیايي، او کاري محدودیتونو سره مخ دي.
د وروستیو کلونو حالات، لکه د طالبانو بیا واک ته رسېدل د پاکستان سخت دریځونه، د پولیسو له خوا ځورونې او د جبري اېستلو کمپاين، دا ټول د افغان کډوالو وضعیت کړکېچن کړی دی. ډېری یې نه بېرته افغانستان ته تلای شي، نه په پاکستان کې دایمي اقامت ترلاسه کولی شي او نه هم درېیم هېواد ته اسانه کډوالېدلی شي.