یو ۵۳ کلن افغاني الاصله ډنمارکي وګړی چې ایران ته د جاسوسۍ په شک په ډنمارک کې نیول شوی و، د دوشنبې په سهار د المان پولیسو ته وسپارل شو.
د راپورونو له مخې، دغه کس هڅه کوله چې د برلین ښار کې د یهودي ټولنې پورې اړوند کسانو او ځایونو په اړه معلومات راټول کړي.
د المان خبري اژانس وایي، ټاکل شوې ده چې یاد نیول شوی کس ژر تر ژره د المان فدرالي محکمې په کارلسروهه ښار کې د یوې څېړندویه قاضي مخې ته وړاندې شي، خو دقیق وخت لا نهدی اعلان شوی.
د ډنمارکي رسنیو په وینا، دغه تورن کس په ارهوس ښار کې د یوې محکمې له خوا المان ته د سپارلو پرېکړه ومنله.
د المان مشهورې ورځپاڼې بېلډ د جولای ۶مه دغه شخص "علي س" معرفي کړی او د هغه فعالیتونه یې تر څېړنې لاندې نیولي، همداراز یې د هغه د نیولو او پېژندلو جزیات خپاره کړي دي.
د بېلډ په حواله، یاد تورن کس د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال د غبرګولي په میاشت کې د یوې کورنۍ سفر په پلمه ترکیې ته ولاړ او له هغه ځایه ایران ته داخل شو. هلته یې د برلین له یهودي اهدافو څخه راټول شوي معلومات د ایران د اسلامي جمهوریت استخباراتي افسرانو ته وسپارل. وروسته، هغه له ایران څخه د جعلي اسنادو په کارولو، پرته له دې چې قانوني مهر یې ووهل شي، ووت.
بېلډ همداراز لیکلي، د ډنمارک داخلي استخباراتي ادارې د هغه د مخابراتي اړیکو د تعقیب په پایله کې چې د سپاه پاسداران د قدس ځواک له یوه پېژندل شوي افسر سره یې لرلې، دا موضوع د المان له امنیتي ادارو سره شریکه کړه.
همداراز، د علی س اړیکې د هامبورګ له اسلامي مرکز سره او د امام علي جومات کې چې (د شنه جومات په نوم هم پېژندل کېږي) د هغه دوامداره ګډون، له وړاندې د امنیتي ادارو تر څار لاندې وو.