د ملګرو ملتونو استازې: په افغانستان کې شل سلنه ښځینه او ۵۰ سلنه نارینه لوستي دي

۱۱ ساعتونه مخکې

په کابل کې د کتاب فسټیوال د پرانیستې په مراسمو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې رزا اوتونبایوا په هېواد کې د زده کړو وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې یوازې شل سلنه ښځې او پنځوس سلنه نارینه د لیک لوست وړتیا لري.

اوتونبایوا زیاته کړه: «زمونږ معلومات ښيي چې یوازې پنځوس سلنه نارینه او شل سلنه ښځې لوستل او لیکل کولی شي، چې له دې سره افغانستان اوس د باسوادۍ د څرنګوالي په نړۍوالو درجه‌بندیو کې خورا ټیټ ځای لري.»

د یونسکو د نوې ټاکل شوي تعریف له مخې، یوازې د لوستلو او لیکلو وړتیا باسوادي نه ګڼل کېږي.

د دوی په خبره، لوستی یا باسواد هغه څوک ګڼل کېږي چې وکولای شي خپله پوهه او مهارتونه د ژوندانه د ښه‌والي او د ټولنیزې ونډې اخیستنې لپاره وکاروي.

دا تعریف نه یوازې د لوستلو او لیکلو پر وړتیا تمرکز کوي، بلکې دا په یو شمېر نورو مهارتونو هم تاکید کوي، لکه درک، تفسیر، تحلیل او د معلوماتو تطبیق.

په افغانستان کې چې ډېری وګړي له لیک لوست څخه بې‌برخې دي، دغه ډول مهارتونه لا هم د لاسرسي وړ نه دي. د طالبانو له واک ته رسېدو راهیسې د ښځو د زده‌کړو بندښت دا وضعیت لا پسې خراب کړی دی.

طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې د نجونو پر منځنیو او لوړو زده‌کړو بندیز لګولی، ښوونځي یې تړلي او حتی د ښځو زده‌کړه‌ییزې ادارې، لکه د طب او قابلګۍ ښوونځي یې هم بند کړي دي. دا بندیزونه نه یوازې د ښځو سواد ته تاوان رسوي، بلکې د ټول هېواد د پرمختګ بهیر یې هم اغېزمن کړی دی.

یونسکو ویلي، چې باسواده وګړي باید د خپلې پوهې له لارې د ټولنې بدلون ته زمینه برابره کړي، خو دا مهال افغانستان کې ان د لیک لوست اساسي مهارتونه د میلیونونو خلکو له لاسرسي بهر دي. د تېرو شلو کلونو پرمختګونه اوس له منځه تللي او د ټول نسل تعلیمي راتلونکی له ګواښ سره مخ دی.

اوتونبایوا ټینګار وکړ، چې دا وضعیت یوازې د ښځو د حقونو نقض نه دی، بلکې د افغانستان د راتلونکي لپاره ستر ګواښ دی.

هغې وویل: «د لیک لوست حق یو اساسي مدني حق دی او باید د هر افغان دا حق تضمین شي.»

په ورته وخت کې، طالبانو د کتابونو چاپ ته د اسانتیاوو برابرولو خبر ورکړی.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال مهاجر فراهی ویلي، هغه کتابونه چې په داخل هېواد کې چاپېږي له مالیې معاف دي او د بهرنیو کتابونو مالیه پنځوس سلنه کمه شوې ده.

سره له دې، چې طالبانو پر چاپ او خپرونو سخت محدودیتونه لګولي دي، د هېواد دننه چاپېدونکي ټول کتابونه باید د دوی له لوري اجازه‌لیک ترلاسه کړي.

همداراز، طالبانو د پوهنتونونو د درسي کتابونو د ارزولو لپاره هم یوه کمېټه هم جوړه کړې، چې د دې کمېټې له لوري تر اوسه لسګونه عنوانه کتابونه له بازارونو راټول شوي دي.

د یادولو وړ ده، چې د طالبانو له‌خوا د تعلیمي نصاب بدلول، د چاپ او وارداتو محدودول، زده کړې او پوهې پر وړاندې پراخ خنډونه د افغانستان د فکري ودې لپاره جدي ګواښونه ګڼل کېږي.

دا وضعیت، په تېره د ښځو لپاره د یوه تیاره راتلونکې نښه ده.

نور خبرونه

رادیو