د افغان کډوالو موقتي خوندیتوب پای ته ورسېد؛ ګڼ شمېر خلک د جبري اېستنې له وېرې سره مخ دي

۱۲ ساعتونه مخکې

په متحده ایالاتو کې د افغان کډوالو لپاره د "موقتي خوندیتوب حالت" (TPS) موده نن پای ته ورسېده. د دې پرېکړې له امله، زرګونه افغانان چې له طالبانو تښتېدلي وو، اوس د جبري اېستل کېدو له ګواښ سره مخ دي.

د افغانانو لپاره د لنډمهالي خونديتوب وضعیت (TPS) پروګرام هغو افغانانو ته اجازه ورکړې وه، چې د امریکا خاورې ته داخل، هلته پاتې او قانوني کار وکړي، ترڅو چې د هغوی د پناه غوښتنې قضیه وڅېړل شي.

خو د ولسمشر ټرمپ ادارې اعلان کړی، چې نور دغه خوندیتوب ته اړتیا نشته.
یوې افغانې ښځې چې نوم یې نه دی ښودل شوی، NPR ته ویلي، چې هغې د طالبانو له واکمنېدو مخکې په یوې بېړنۍ څانګه کې د نرسې په توګه کار کاوه، خو د طالبانو له واکمنېدو سره چې ښځو باندې یې سخت محدودیتونه وضع کړل، ژوند ورته ستونزمن شو.
نوموړې زیاتوي: «طالبان راغلل، دروازه یې وټکوله او غږ یې کاوه: دروازه خلاصه کړه! زه وېښه شوم، وېرېدم، زه شاک وم...»
د کورنۍ د فشار او د راتلونکو ګواښونو له امله هغه له هېواده ووتله او امریکا ته ولاړه. هلته د لنډ مهالي خونديتوب پروګرام تر چتر لاندې، اوس د نرسې مرسته‌کونکې ده او خپلو ماشومانو ته پيسې استوي.
دغه مېرمن زیاتوي: «زه بېرته نشم تللی؛ هلته ښځې نشي کولای ښوونکې، ډاکټرې یا کارمندانې شي. حتی له کوره وتل هم د وژلو له خطره خالي نه دي.»
د کورني امنیت وزارت یوه چارواکي NPR ته ویلي، که څه هم TPS پای ته رسېدلی، خو افغانان لا هم کولی شي د پناه غوښتنه وکړي.

د یاد وزارت په وینا، شاوخوا ۱۲،۰۰۰ افغانان د TPS له پروګرامه ګټه اخیسته، چې ډېری یې د امریکا د ملاتړ لپاره له ۲۰۰۱ وروسته کار کړی و.
بریان ګرین چې په ډینور کې یو تجربه‌لرونکی د کډوالو وکیل دی وايي، هغه برېښنالیکونه چې ځینې افغانان یې ترلاسه کوي، کوم قانوني وزن نه لري: «دا یو ډول فشار دی، نه رسمي حکم. تر هغې چې د پناه غوښتنې دوسیه روانه وي، هغوی قانوني د پاتې کېدو حق لري.»
یو افغان خبریال وايي، چې د امریکا دا ادعا چې ګواکې امنیتي وضعیت ښه شوی، له حقیقت سره اړخ نه لګوي. هغه خبرداری ورکوي، چې له یو درجن زیات ترهګریزې ډلې اوس په افغانستان کې فعاله دي.
هغه زیاتوي: «القاعده، داعش، ټول هلته دي.»
د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته، ګڼ افغانان له هېواد ووتل او ځینې یې د امریکا له حکومت سره د همکارۍ له امله د ګواښ لاندې دي. د موقتي خوندیتوب پروګرام د هغو لپاره طرح شوی و، چې خپل هېواد ته بېرته ستنېدل ورته خطرناک وي، خو اوس د دغه خوندیتوب پای ته رسېدل، د زرګونو کسانو د ژوند، امنیت او راتلونکي لپاره لویه پوښتنه راپورته کړې ده.

نور خبرونه

رادیو