په قطر کې د طالبانو سفیر سهیل شاهین د افغانستان لپاره د المان سفارت له شارژدافیر رولف دیتر دینهار سره د افغان کډوالو په اړه خبرې کړي.
دواړو لوریو په داسې حال کې د افغان کډوالو په اړه خبرې کړي، چې دا مهال په پاکستان کې له ۲۵۰۰ ډېر افغان کډوال د جرمني ویزو ته په تمه دي.
په قطر کې د طالبانو سفارت په خپل اېکس کې لیکلي، چې په دې کتنه د افغانستان او المان د اړیکو سربېره په المان کې افغان کډوالو ته د قونسلي خدمتونو وړاندې کولو او له ایران او پاکستان څخه راستنېدونکو افغان کډوالو سره د بشري مرستو ترسره کولو په اړه خبرې کړې شوې دي.
سفارت بیا په دې اړه څه نه دي ویلي چې ایا د هغو کډوالو په اړه هم خبرې شوي، کوم چې په درېیمو هېوادونو لکه ایران او پاکستان کې د جرمني د ویزو په تمه بې برخلیکه پاتې دي او که نه.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د جرمني نوي حکومت اعلان وکړ چې له پاکستانه به ۲۵۰۰ هغه افغانان چې په دغه هېواد کې د مېشتېدو شرایط لري، ولېږدوي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د دغه هېواد پارلمان ته وویل، د پخواني حکومت ژمنې ته چې له مخې یې له ګواښ سره مخ افغانان له سیمې وباسي، وفادار پاتې کېږي.
د جرمني له خوا د افغان کډوالو د منلو د بهیر د درولو له امله زرګونه افغان کډوال په پاکستان کې له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.
جرمني ته د تګ په تمه بند پاتې افغانان وايي، بېرته افغانستان ته نه شي تلای او ژوند یې له سخت ګواښ سره مخ دی.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان واديفول ویلي، چې که څه هم د افغانانو د منلو نوي پروګرامونه بند شوي دي، خو جرمنی به هغه ژمنې چې پخوا له افغانانو سره شوې وې، بشپړې عملي کړي.
نوموړی وايي، «موږ مکلف یو څو هغو ژمنو ته وفادار پاتې شو چې مخکې مو کړې دي».
اخوا، پاکستان بیا له څو میاشتو انتظار وروسته د هغو شاوخوا ۲۵۰۰ افغان کډوالو پر ضد اقدامات پیل کړي چې جرمني د منلو رسمي ژمنې ورکړي.
د راپورونو له مخې، شاوخوا ۱۲۵ افغانان د اېستلو کمپونو ته لېږدول شوي.
جرمني رسنۍ وايي، د پاکستان حکومت تر دې وروسته دا وضعیت نه مني او له برلین سره یې نرمه لهجه پرېښې ده.
پاکستان د مارچ تر ۳۱ مې یو مهلت ور کړی و، چې د جرمني د GIZ ادارې له خوا کرایه شوي مېلمستونونه دې تخلیه شي، خو دغه نېټه د برلین په غوښتنه د جون تر۳۰مې وغځول شوه، خو بیا هم پرمختګ نه دی شوی.
پاکستاني چارواکو د دویم ضرب الاجل له ختمېدو څو ورځې مخکې چاپې ووهلې.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د دوو افغانو کورنیو د نیولو خبر ورکړ، خو له نورو جزییاتو یې ډډه کړې.