افغانستان د طالبانو تر واک لاندې له بشري ناورین، اقتصادي سقوط، سیاسي فشار او د ښځو پر ضد د پراخو محدودیتونو له امله د نړۍوالو له اندېښنو سره مخ دی او زرګونه افغانان له ایران، پاکستان او ان له امریکا بېرته هغه هېواد ته شړل کېږي، چې د بی‌ثباتیو له امله یې پرېښی و.

د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو، د کډوالو ادارو او د کډوالۍ چارو کارپوهانو دا اقدامات د نړۍوالو ژمنو ښکاره ماتونه بللي دي. دوی خبرداری ورکوي، چې دا ډول جبري ستنول نه یوازې د افغانانو له عزت سره ټکر لري، بلکې د پناه غوښتنې نړۍوال سیستم تر پوښتنې لاندې راولي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ «یو اېن اېچ سي ار» د معلوماتو له مخې، یوازې له ایران څخه تراوسه شاوخوا ۱.۶ میلیونه افغانان په زوره شړل شوي، دا په داسې حال کې ده چې د دغه سازمان وړاندوینه دا وه، چې په ټول کال کې به نږدې ۱.۴ میلیونه افغانان ستانه شي.

راپورونه ښيي، چې د اسلام‌ کلا له سرحدي لارې د ورځنیو راستنېدونکو شمېر له ۳۰ زرو اوړي او د جولای پر ۴مه نېټه یوازې له ایران څخه ۵۰ زره کسان بېرته افغانستان ته راشړل شوي وو.

د ایران حکومت هغو افغانانو ته چې قانوني اسناد نه لري، د جولای ۶مه نېټه وروستی مهلت ټاکلې و او زرګونه کسان‌یې د بندي کولو، وهلو او سپکاوي له لارې بېرته ستانه کړي.

بلخوا، پاکستان هم د ناقانونه مېشتو افغان کډوالو پرضد پراخ کمپاین پیل کړی، چې د راپورونو له مخې، تر دې دمه یې له ۱.۳ میلیونه ډېر افغانان په جبري ډول راشړلي دي.

د بېرته ستنېدونکو کډوالو کیسې د دې وضعیت انساني اړخ لا زیات روښانه کوي.

له ایران څخه راشړل شوی کډوال بسمیر بهماني افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وايي: «کله چې د ایران پولیسو په یوه مارکېټ کې زما د نیولو هڅه وکړه، ما مقاومت وکړ، هغوی زه دومره ووهلم چې بې هوښه شوم، کوچنۍ لور مې ډېر ژړل او چغې یې وهلې، اوس نه پوهېږم چې زما کوم هډوکي مات شوي که نه؛ زه دوه کیلوګرامه پنډ هم نه شم پورته کولای.»

د یوې بلې افغان کډوالې زرغونې خاوند چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د دغې ډلې استخباراتو له کوره وړی او تر اوسه د ژوند او مرګ هېڅ معلومات نشته، افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل: «زما خاوند د طالبانو له واک وروسته ورک شو، زه له خپلو ماشومانو سره پاکستان ته ولاړم. اوس موږ بېرته راشړل شوي یو، نه کور لرو، نه خواړه، ایا څوک شته چې زمونږ د ژوند ضمانت راکړي؟»

یو شمېر راستنېدونکي بیا د خپل ژوند له مستقیم ګواښ څخه شکایت کوي.

دوی وایي، چې د طالبانو له وېرې یې افغانستان پرېښی و او اوس که بېرته ورستنېږي، شونې ده چې د انتقام، تعقیب یا حتی وژنې ښکار شي.

عبدالواحد نومی افغان چې له تېر جمهوري نظام سره یې کار کاوه، افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل: «زه د طالبانو له راتګ وروسته پټ وم، له کورنۍ سره مې د وېرې شپې تېرولې. له ډېرو هڅو وروسته بل هېواد ته ورسېدم، فکر مې کاوه چې هلته به مې ژوند خوندي وي، خو نه یوازې دا چې ژوند مې بدتره شو، بلکې اوس بېرته هماغه ځای ته شړل کېږم چې له هغه ځایه مې د مرګ وېره لرله.»

هغه زیاته کړه: «زه دا نه وایم چې زه باید اروپایي ژوند ولرم، خو دا وایم چې مه مو وژنئ، مه مو بېرته د هغو خلکو غېږې ته ورشړی چې موږ ته د دوښمن په سترګه ګوري، اخ خدایه، زه اوس نه وطن لرم، نه امنیت، نه کار، نه تمه. زه یوازې دا پوښتنه لرم: ولې مو هېر کړل؟»

په پاکستان کې یو بل افغان کډوال د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل: «زه په تېر جمهوري نظام کې د دولتي ادارې کارکوونکی وم، طالبانو ما ته د جاسوس خطاب کاوه. اوس که بېرته لاړ شم، ممکن ژوندی پاتې نه شم».

د سره صلیب نړۍواله کمېټه او نور نړۍوال څارونکي خبرداری ورکوي، چې ښایي له ایران څخه تر یو میلیون نور افغانان هم په جبري ډول راوشړل شي، چې دا چاره به د افغانستان پر بشري حالت او ملي زېرمو پراخ فشار وارد کړي.

بلخوا، په متحده ایالاتو کې چې پخوا یې د زرګونو افغانانو د منلو ژمنې کړې وې، اوس داسې اندېښنې شته چې ګڼ شمېر پناه غوښتونکي یا د شړلو له ګواښ سره مخ دي، یا هم له قانوني محافظته بې‌برخې پاتې دي.

نړۍوالو بشري مدافعینو او د کډوالۍ شبکو یو ځل بیا پر نړۍوالو حکومتونو غږ کړی، چې دا جبري شړل ودروي، د نړۍوالو اصولو پر بنسټ عمل وکړي او افغانانو ته د وقار، خوندیتوب او انساني ژوند حق ورکړي.

راستنېدونکي وايي، چې دوی له بې‌سرپناهۍ، لوږې، رواني فشار، د ماشومانو د زده کړو نشتوالی او صحي خدماتو ته له نه لاسرسي سره مخ دي.

اسیا سعید چې د بېرته شړلو سره مخ ده، افغانستان انټرنشنل – پښتو ته په خپلو خبرو کې وویل: «موږ ته ویل شوي وو چې دلته به خوندي یاست، اوس مو بېرته هماغه ځای ته ستنوي، چېرته چې نه کار شته، نه نفقه، نه زده کړې او نه هیلې.»

د کډوالۍ له درده ستړي دا خلک وایي، چې د ژوند او مرګ ترمنځ د سرحد پر کرښه درېدلي، له نړۍ‌ یې دا پوښتنه ده: «موږ مو ولې هېر کړو ؟»

نور خبرونه

رادیو