طالبانو د کابل ۱۲ مې ناحیې په عامه کتابتون کې د ماشومانو څانګه پرانېسته

۳ ورځې مخکې

د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معينيت اړوند د عامه کتابتونونو رياست وايي، چې د ښار د ۱۲مې ناحیې په عامه کتابتون کې یې د ماشومانو څانګه پرانېستې ده. په دغه کتابتون کې د ماشومانو د کيسو کتابونه اېښودل شوي او په يوه وخت کې د ۲۰۰ مطالعه کوونکو ظرفیت لري.

دغه څانګه چې د ماشومانو لپاره یو ځانګړی تالار هم لري، څه موده وړاندې د «شانتي رضاکاره ټولنې يا اس‌وي‌اې» له خوا رغول شوې ده.

طالب چارواکي وايي، د کابل ښار د دوولسمې ناحیې په عامه کتابتون کې د ماشومانو د کېسو پر کتابونو سربېره د ښوونځي کتابونه او ساينسي او د ديني علومو، اقتصاد، مديريت، ادبياتو کتابونه او مجلې هم د مطالعې لپاره ایښودل شوي.

د يادې څانګې په پرانيست‌غونډه کې د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معين عتیق الله عزیزي د مطالعې د دغه شان مرکزونو پرانیستل د خلکو په ځانګړې توګه د ماشومانو د بوختیا او د هغوی د استعدادنو د ودې لپاره ارزښتناک بللي او په تعلیمي او کلتوري برخو کې یې د «شانتي رضاکاره ټولنې» فعالیتونه ستایلي دي.

د طالبانو د هنر او کلتور معیین زیاته کړې، چې دوی هڅه کوي د مرستندویو بنسټونو په همکارۍ، د کابل په ټولو ناحیو کې د ماشومانو لپاره د مطالعې دغه شان مرکزونه پرانیزي.

د رسمي شمېرو له مخې، اوسمهال د عامه کتابتونونو رياست تر چتر لاندې د هېواد په کچه ۹۸ عامه کتابتونونه فعالیت لري، چې له دې جملې ۱۲ کتابتونونه د کابل په مرکز او ولسوالیو کې دي.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو په راتګ سره دې ډلې پر بېلابېلو کتابونو بندیزونه لګولي او د خپلې خوښې همفکره لیکوالانو کتابونو ته د چاپ اجازه ورکوي.

نور خبرونه

رادیو