محمد نبي: د ایران له خوا د افغان کډوالو جبري اېستل د بشري کرامت سرغړونه ده

پرون

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې تجربه لرونکي لوبغاړي محمد نبي د ایران د حکومت له خوا د افغان کډوالو په جبري اېستلو سخت غبرګون ښودلی او دغه عمل یې د بشري کرامت خلاف بللی دی.

هغه له افغانانو غوښتي، چې په دې حساس وخت کې یو بل سره مرسته وکړي او د بې‌وزلو کډوالو ملاتړ وکړي.

محمد نبي په خپلې فېسبوک پاڼه کې ویلي: «دا چاره نه یوازې د دوی د بشري کرامت خلاف ده، بلکې د ژوندانه له ډېرو ننګونو سره یې مخ کړي دي.»

نبي له ټولو افغانانو په ځانګړي ډول له ملي سوداګرو او شتمنو شخصیتونو غوښتي، چې په دې سخت وخت کې د بې‌وزلو هېوادوالو ملاتړ ته راودانګي او خپلې مرستې ونه سپموي.

هغه زیاته کړې: «دا د ملي وحدت، همدردۍ او انسانیت ازموینه ده او موږ باید دا ثابته کړو چې افغان هېڅکله افغان نه هېروي.»

نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې له تېرو نږدې دوو کلونو بیا په ځانګړي ډول په وروستیو میاشتو کې لسګونه زره افغانان په ایران کې له سختو ستونزو سره مخ دي.

د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو هم د دې جبري اېستلو عمل په کلکه غندلی او د افغانستان کډوالو د وضعیت د ښه کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت ویلي، چې دوی د کډوالو د حقونو د خونديتوب لپاره له نړۍوالو ارګانونو سره په تماس کې دي او هڅه کوي، چې دغه ستونزه ژر تر ژره حل شي.

د دغو ننګونو په رڼا کې محمد نبي ټینګار کوي، چې افغانانو ته په کار ده چې په یووالي سره خپلو خلکو ته لاس ورکړي او د بې‌وزلو هېوادوالو ژوند اسانه کړي.

د ایران او اسراییل تر منځ له جګړې وروسته، ایران د خپلو امنیتي فشارونو د زیاتوالي په ترڅ کې په زرګونه افغان کډوال په جبري ډول له خپلې خاورې وباسي.

ایران هره ورځ په زرګونه افغان کډوال افغانستان ستنوي، خو لا هم ګڼ شمېر افغانان په سختو شرایطو کې د اېستلو په تمه دي او دغه جبري اېستل د افغان کډوالو پر ژوند ژور اغېز کړی او د بشري حقونو نړۍوالې ټولنې یې اندېښمنې کړي دي.

د ایران د سختو کړنو له امله، افغان کډوال په بې‌ساري توګه له امنیت، کار او ژوند اسانتیاوو محروم شوي چې دا وضعیت د سیمې د بې‌ثباتۍ او انساني ناورین یوه برخه ګرځېدلې ده.

نور خبرونه

رادیو