ایران د دوغارون له پولې د افغان کډوالو د وتلو موده وغځوله

۲ ورځې مخکې

د ایران حکومت اعلان کړی، چې د افغان کډوالو د وتلو لپاره ټاکل شوې موده د وږي میاشتې تر پایه پورې تمدید شوې ده.

چارواکي وایي، له افغان کډوالو غوښتنه شوې چې تر دې نېټې پورې د دوغارون له پولې خپل وتل بشپړ کړي.

د تایباد ولسوالۍ ولسوال حسین جمشیدي ویلي، ایران نور د کډوالو د مېلمه‌پالنې توان نه لري او افغان کډوال باید ژر تر ژره د ایران خاوره پرېږدي.

نوموړي څرګنده کړې، چې دا مهال هره ورځ شاوخوا ۲۰ زره افغان کډوال د دوغارون له لارې له ایران څخه وځي.

جمشیدي ادعا کړې، چې ډېری کډوال خپل شخصي توکي او وسایل هم له ځان سره بېرته افغانستان ته انتقالوي.

هغه، سره له دې چې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند پر راپورونو سترګې پټې کړي، وایي: «د ایران له خوا له ۴۷ کلنې مېلمه‌پالنې وروسته، اوس افغان کډوال په باعزته او د انساني کرامت د خوندیتوب په فضا کې خپل هېواد ته ستنېږي.»

هغه زیاته کړه: «په هېڅ هېواد کې د بهرنیو وګړو لپاره د غېرقانوني اقامت او بې اسناده ژوند زمینه نه برابرېږي.»

دغه اقدامات په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د افغان کډوالو وضعیت لا هم د اندېښنې وړ دی او د کډوالو ملاتړ کوونکې ادارې د هغوی د درناوي او اساسي حقونو غوښتنه کوي.

نور خبرونه

رادیو