د افغانستان د بشري حقونو مرکز له افغانانو سره د ایران د ناوړه چلند د څېړنې غوښتنه کړې

پرون

د افغانستان د بشري حقونو مرکز ویلي، له ایرانه د افغان کډوالو اېستل د بشري حقونو ښکاره نقض دی.

دغه مرکز وایي، ډېر ماشومان له خپلو کورنیو بېل شوي او له همدې امله‌یې له یوې خپلواک ادارې غوښتي، چې له افغان کډوالو سره د شوي ناوړه چلند په تړاو څېړنه وکړي.

په داسې حال کې چې له ایرانه د افغان کډوالو د جبري ستنېدو لړۍ چټکه شوې، د بشري حقونو یاد مرکز په یوې اعلامیه کې لیکلي، ګڼ شمېر کډوال ان هغه افغانان چې قانوني اسناد هم لري په ناڅاپه له خپلو کورونو او کار ځایونو نیول کېږي او له دغه هېواده اېستل کېږي.

دغې ادارې ویلي، دغه بهیر د قانوني پروسې له پامه غورځولو، د کډوالو د شرایطو او اسنادو له انفرادي ارزونې پرته ترسره کېږي.

په اعلامیه کې راغلي، د شته اسنادو او شواهدو له مخې د کډوالو اېستل له تاوتریخوالي، ګواښونو، پوښتنو او سپک کوونکو چلندونو سره مل دی.

همداراز، په اعلامیه کې یادونه شوې چې د افغان کډوالو ډېری کارګرانو ته معاشونه نه ورکول کېږي، هغوی د ناعادلانه شرایطو منلو ته مجبورېږي، له هغوی سره له زور نه کار اخیستل کېږي، له اقتصادي پلوه ترې ناوړه استفاده کېږي او له ځینو سره داسې چلند کېږي چې د انساني قاچاق او استثمار ښکاره بڼه لري.

د افغانستان د بشري حقونو مرکز د افغان کډوالو سره روان چلند «غېرانساني» بللی او زیاته کړې یې ده، چې دا کړنې د نړۍوالو بشري حقونو له بنسټیزو اصولو سره ټکر لري.

دغه مرکز غوښتنه کړې، چې د قانوني دادرسي اصول باید مراعات شي، د کډوالو دوسیې دې په دقت وکتل شي، له هېواده شړل شویو کسانو ته دې په افغانستان کې انساني مرسته وشي او له هر ډول تاوتریخوالي، سپکاوي او ګواښ څخه دې ډډه وشي.

نور خبرونه

رادیو