له ایران څخه د افغانانو اېستل؛ د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې هرات ته سفر وکړ

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۲۱

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ استازي عرفات جمال سره هرات ته سفر کړی.

اوتونبایوا په هرات کې د طالبانو له والي سره په لیدنه کې ویلي هغه د افغانستان په لویدیځ کې د اسلام کلا پولې ته د لیدنې لپاره راغلې.

هرات کې د طالبانو د والي دفتر ویلي، د یوناما مشر ژمنه کړې چې هڅه به وکړي د اړوندو نړیوالو ادارو سره کار وکړي، څو د راستنېدونکو کډوالو غږ د نړیوالې ټولنې غوږونو ته ورسوي او د دې بهیر د ښه تنظیم لپاره لازمه همکاري برابر شي.

د هرات والي نور احمد اسلام جار، له د یوناما له مشر څخه وغوښتل چې د افغان کډوالو وضعیت له نږدې وڅېړي او د هغوی د اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې لازم ګامونه پورته کړي.

تر دې وړاندې، د طالبانو د کډوالو د چارو عالي کمېسیون اعلان کړی و چې په تېرو ۱۹ ورځو کې له نیم میلیون څخه ډېر افغانان له ایران څخه اېستل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو