د بښنې نړۍوال سازمان یو وار بیا د پاکستان له حکومته غوښتي، چې په دغه هېواد کې مېشت د ۱.۴ مېلیونه (پي او ار) کارت لرونکو افغانانو د اوسېدو موده وغځوي او د هغوی له ځورولو دې ډډه وکړي.
د بښنې نړۍوال سازمان د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې په حواله پر اېکس پاڼه کاږلي، چې په پاکستان کې یې د دغه هېواد له چارواکو سره د هغو افغانانو د اوسېدو مودې غځولو په اړه خبرې کړې چې د (پي او ار) کارتونه لري؛ خو پاکستان نه ده ورسره منلې.
په پاکستان کې د دغه کډوالو د پاتې کېدو موده د روان کال (د جون میاشتې په ۳۰مه نېټه) پای ته رسېدلې ده؛ نو له همدې امله په دغه هېواد کې د ۱.۴ مېلیونه افغان کډوالو ژوند له جدي ګواښ سره مخ دی.
راپورونه ښيي، چې په پاکستان کې افغان کډوال د پاکستان د حکومت لهخوا ځورول کېږي، په یوه او بل نوم پيسې ترې اخيستل کېږي او یا له پاکستانه په جبري توګه اېستل کېږي.
د بښنې نړۍوال سازمان د پاکستان له حکومته غوښتي، چې د (پي او ار) کارت لرونکو افغان کډوالو موده دې وغځوي او د افغان کډوالو له شړلو دې ډډه وکړي.
په وروستیو میاشتو کې په پاکستان کې هغه کډوال هم نیول کېږي او بېرته افغانستان ته په جبري توګه ستانه کېږي، چې پاسپورټونه او وېزې لري او په قانوني توګه پاکستان ته راغلي دي.
تر یوې میاشتې ډېر وخت کېږي، چې په پاکستان کې مېشتو افغانانو ته د وېزو د تمدید لړۍ هم درول شوې او ورسره د ګڼو افغانانو د ویزو موده هم بشپړه شوې.
له بل پلوه په اسلاماباد کې د پاکستاني پولیسو عملیاتو زور اخیستی او هره ورځ ګڼ افغانان نیسي او تر څو ورځو بندي کېدو وروسته یې افغانستان ته ستنوي.