پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې بلوچستان ایالت کې د کویټې ځايي چارواکو پرېکړه کړې؛ څو له ملګرو ملتونو سره د «پي او ار» کارت لرونکي ثبت کډوال افغانستان ته وباسي. د راپورونو له مخې؛ د اېستلو عملیات نن د اګسټ په لومړۍ نېټه پیلېږي او دغو کډوالو ته ټاکل شوې وروستۍ موده پای ته رسېدلې.
ځايي چارواکو له پولیسو غوښتي، چې د کویټې په بېلابېلو سیمو کې افغانان په نښه کړي او خپل هېواد ته یې واستوي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلاماباد په یوه مکتوب کې د پاکستان دننه له دولتي ادارو او پولیسو غوښتي؛ څو له ملګرو ملتونو سره د ثبت شویو کډوالو یا د «پي او ار» کارت لرونکو د نیول کېدو او اېستلو په تړاو هېڅ ډول اقدامات ونهکړي.