د کډوالو د حقونو څار سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ایران له حکومت څخه غوښتي، چې د افغان کډوالو پرله پسې او جبري اېستل دې ودروي؛ ځکه دا کار د کډوالۍ له نړۍوالو قوانینو سرغړونه ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، د دغه کډوالو ډېره برخه هغه افغانان دي چې په ایران کې زېږېدلي او یا هم لوی شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې؛ د کډوالو د حقونو څار سازمان په ایران کې له افغان کډوالو سره خپله خواخوږي ښودلې او ویلي یې دي، ایران افغانان داسې هېواد ته شړي چې هلته یې ژوند له ګواښ سره مخ دی او تر ستنېدو وروسته به دغه کډوال له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان شي.
له ایرانه د سلګونه زره افغان کډوالو د اېستلو پر دوام ایراني چارواکي وايي، چې د دغه هېواد تولیدي کارخونې او د ښار کاري بنسټونه د کارګرانو له سخت کمښت سره مخامخ دي.
د تهران د ښاري شورا غړي ناصر اماني ویلي، چې د افغان کډوالو تر اخراج وروسته د ښار په ښاروالۍ کې کاري ځواک شاوخوا ۸۰ سلنه کم شوی دی.
له بل پلوه د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر «اوچا» په تازه خپور شوي راپور کې ویلي، چې د روان ۲۰۲۵ کال له پیله (د جولای تر ۱۹مې نیټې) له ایران او پاکستانه څه باندې ۱.۵ مېلیونه کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
په راپور کې راغلي، چې له ایرانه نږدې نیم مېلیون کسان یوازې د جولای له لومړۍ نېټې څخه د همدې میاشتې تر ۱۹مې نېټې پورې افغانستان ته ستانه شوي دي.