عطا محمد نور: هیله ده چې تاجکستان افغان کډوال له دغه هېواده ونه‌باسي

۱۲ ساعتونه مخکې

د بلخ پخواني والي عطا محمد نور له تاجکستان څخه د افغان کډوالو د اېستلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او هیله یې ښودلې، چې دغه هېواد افغان کډوال له خپلې خاورې ونه باسي.

ښاغلي نور دا څرګندونې پر اېکس خواله رسنۍ کړي او زیاته کړې یې ده،چې دا ډول خبرونه په داسې وخت کې خپرېږي چې له ایرانه د افغان کډوالو د پراخو اېستنو لړۍ دوام لري.

نوموړي وویل: «په داسې سختو ورځو کې چې افغان کډوال له ایران څخه اېستل کېږي، داسې راپورونه تر غوږو رسېږي، چې ګواکې تاجکستان هم د افغان کډوالو د اېستلو هوډ لري. هیله‌مند یم چې دا خبرونه ریښتیا نه وي.»

عطا محمد نور همداراز د تاجکستان له ولس او دولت څخه د دوی د تېر ملاتړ او مېلمه‌پالنې مننه کړې او زیاته کړې یې ده، چې افغانستان او تاجکستان د ژبني، کلتوري او تاریخي یووالي اوږده سابقه لري.

نوموړي ویلي: «تاجکستان او افغانستان دواړه د اوږدمهاله اړیکو او شریکو ارزښتونو لرونکي هېوادونه دي چې تل د متقابل درناوي اصولو ته ژمن پاتې شوي دي.»

نوموړي له تاجک چارواکو وغوښتل، چې د افغانستان بحراني وضعیت ته په کتو، له افغان کډوالو سره خپلې بشري او د ورورولۍ مرستې دوامداره وساتي او د اېستلو پروسه له اجنډا څخه لرې وساتي.

د نوموړي په وینا، دا ډول اقدام به نه یوازې د زرګونو بې‌وزله او بې‌سرپناه افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ کړي، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر نازکو انساني اړیکو هم اغېز ولري.

تاجکستان له ۲۰۲۱م کال راپدیخوا د یو شمېر افغان کډوالو کوربه‌توب کړی، خو تازه راپورونه ښيي چې ممکن د دغه هېواد حکومت د کډوالو سیاست ته بیا کتنه وکړي.

تر اوسه د تاجکستان له رسمي سرچینو د افغان کډوالو د اېستلو په اړه کوم رسمي تایید یا رد نه دی خپور شوی.

نور خبرونه

رادیو