په ایران کې د افغان کډوالو د کړاوونو دوام؛ خو طالبان د تهران کوربتوب ستایي

پرون

په داسې حال کې چې افغان کډوال په ایران کې له کړاونو، نیونو او جبري ایستلو سره مخ دي، د طالبانو ویاند د تهران له لوري د څلورو لسیزو کوربتوب مننه کړې. د طالبانو دې ضد و نقیض دریځ پوښتنې راولاړې کړې دي.

د اسراییل او ایران تر ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته تهران د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ چټکه کړې او پر مهال یې په دغه هېواد کې مېشت افغان کډوال له ويرې، سپکاوي او ناسم چلند سره مخ دي.

تازه د طالبانو رییس الوزرا ملامحمد حسن اخوند د پنجشنبه په ورځ (د چنګاښ ۱۹مه) په یوه خبرپاڼه کې د ایران حکومت له خوا د تېرو څلورو لسیزو پر مهال د افغان کډوالو د کوربتوب مننه کړې.

دغه خبرپاڼه د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد هم پر خپله اېکس پاڼه شریکه کړې او د ایران د کوربتوب قدرداني يې کړې.

طالبانو د افغان کډوالو جبرې ایستل د ایران حکومت پرېکړه ګڼلې او لیکلي يې دي: «په دې وروستیو کې د ایران حکومت د هغو افغان کډوالو د ایستلو تصمیم نیولی چې د اقامت قانوني اسناد نه لري، د ايراني مسوولينو خپله پرېکړه ګڼم.»

ملامحمد حسن اخوند له ایران څخه غوښتنه کړې، چې د ایستلو بهير دي په «تدريج، ابرومندۍ، ښه ګاونډيتوب او د کډوالو حقوقو د ساتلو په پام کې نیولو» سره مدیریت شي.

ملامحمد حسن اخوند له ایران څخه غوښتې: «زه پر ايراني مسوولينو غږ کوم چې د افغان کډوالو د اخراج پرمهال د هغوی د حقوقو له نقض او سپکاوي ډډه وشي او اجازه ورکړي تر څو کډوال خپل منقول اموال وطن ته ولېږدولای شي.»

په دې وروستیو کې د ایراني پولیسو له خوا د افغان کډوالو د نیولو، زورونو او شکنجو ويډيوګانې هم په ټولنیزو رسنیو کې نشر شوې، چې د فعالانو ګڼ غبرګونونه یې وپارول.

پر طالبانو نیوکه کېږي، چې د پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو په زور، سپکاوي او ناسم چلند ایستلو پر مهال له ډېپلوماسي کار اخلي او د کډوالو د ستونزو په پام کې نیولو پرته د خپلو اړیکو د ساتلو هڅه کوي.

نړیوالو بنسټونو او د کډوالۍ عالې کمېشنرۍ هم په وار وار د افغانستان پر ګاونډيو هېوادونو غږ کړی، چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ ودروي او دغه پروسه دي په ښه ډول مدیریت شي.

نور خبرونه

رادیو