په اسلام‌اباد کې د طالبانو او ایران سفیرانو د افغان کډوالو پر موضوعاتو خبرې وکړې

۱۷ ساعتونه مخکې

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د طالبانو سفیر په دغه هېواد کې د ایران له سفیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو مسایلو په تړاو خبرې وکړې.

سردار احمد شکېب له ایراني سفیر رضا امیري مقدم سره په لیدنه کې د سیمې د وضعیت، د افغان کډوالو او یو شمېر نورو موضوعاتو هم په تړاو خبرې کړې دي.

په اسلام اباد کې د طالبانو د سفارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي خو دا په داسې حال کې ده چې، ایران له ۴ میاشتو راهیسې څه باندې ۷۷۰ زره افغانان په جبري توګه اېستلي دي.

نور خبرونه

رادیو