پخواني ولسمشر حامد کرزي، د افغانستان او ایران ترمنځ د تاریخي او فرهنګي اړیکو ته په اشارې، د افغان کډوالو د جبري ایستلو د روانې پروسې د بیاکتنې غوښتنه کړې، او ټینګار یې کړی چې دا موضوع دې د دواړو هېوادونو د سترو مصالحو له زاویې وڅېړل شي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي د پنجشنبه په ورځ (د چنګاښ ۱۹مه) پر اېکس پاڼه د ایران څخه د کډوالو د جبري ایستلو په برخه کې د خلکو او سوداګرو لاسنیوي او همکارۍ مننه کړې.
نوموړي له هېوادوالو او پانګوالو غوښتنه کړې تر څو په دې برخه کې لا د کډوالو سره زياته همکاري وکړي.
هغه لیکلي: «د افغانستان او ایران ترمنځ د ګاونډیتوب، تاريخي او فرهنګي ګډو ځانګړونو ته په پام په اوسني وضعت کې د افغان کډوالو جبري ایستلو بهیر باید له سره وکتل شي؛ تر څو د دواړو هېوادونو سترو مصالحو ته زیان ونه رسيږي.»
نوموړي د کډوالو سره د میرویس عزيز خیريه بنسټ له خوا د یو میلیارد افغانیو د مرستې او سوداګرو د همکاريو مننه کړې.