د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، له ایران څخه راستنېدونکو افغانانو ته د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ۱،۵ میلیارده افغانۍ ځانګړې شوې دي.
حمدالله فطرت نن په اسلام کلا بندر کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل کړه، هره ورځ په منځني ډول ۲۵ زره افغانان له ایرانه را اړول کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې ایران له څلورو میاشتو راهیسې شاوخوا ۷۷۲ زره افغانان په جبري توګه اېستلي او دغه بهیر همداراز دوام لري.