د ناروې د کډوالو شورا: هره ورځ شاوخوا ۴۰ زره کډوال افغانستان ته ستنېږي

۹ ساعتونه مخکې

د ناروې د کډوالو شورا وايي، هره ورځ شاوخوا ۴۰ زره افغانان له ایران څخه افغانستان ته ستانه کېږي، خو د هغوی اړتیاوو ته د رسېدنې لپاره لازم امکانات نشته.

دغې شورا له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې د دې وضعیت د ښه مدیریت او ملاتړ لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

د ناروې د کډوالو شورا د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۲۰مه) پر اېکس پاڼې یوه ویډیو خپره کړې او ويلي يې دي، چې هره ورځ زرګونه افغان کډوال د اسلام‌کلا له پولې افغانستان ته داخلېږي.

د ناروې د کډوالو شورا مشر جیکوپو کاریډي له سیمې څخه د ليدنې پر مهال ویلي، چې په تېرو درېیو اوونیو کې شاوخوا ۴۰۰ زره کسان افغانستان ته ستانه شوي دي.

هغه ټینګار وکړ، چې راستنېدونکي کډوال په افغانستان کې د ژوند کولو لپاره هېڅ وسیله نه لري او دوی خورا ډېرې اړتياوي لري.

د ناروې د کډوالو شورا پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې د افغان کډوالو لپاره خپل ملاتړ زیات او د وضعیت د مدیریت لپاره د ایران او افغانستان ترمنځ د رغنده خبرو اترو ملاتړ وکړي.

ایران له اسراییل سره تر جګړې وروسته د افغان کډوالو اخراج زیات کړی دی، چې هره ورځ زرګونه کسان افغانستان ته ستنوي.

د کډوالو د حقونو فعالینو په ایران کې د نړۍوالې څارنې او د کډوالو د حقونو د لا زیاتې ساتنې غوښتنه کړې ده.

ایران ادعا کوي، چې له ۸۰ سلنې څخه ډېر افغان کډوال په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو