د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وایي، له ایران او پاکستان څخه د بېرته ستنېدونکو افغان کډوالو بهیر د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې پر محدودو امکاناتو سخت فشار راوستی او دا وضعیت د سیمې ثبات له جدي ګواښ سره مخ کوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۲۰مه) په یوه خبر کې ویلي، چې له ۲۰۲۴ کال څخه تر اوسه له ایران او پاکستان څخه تر ۱.۶ میلیونه ډېر افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي.
د دوی په وینا، دغه شمېر د وړاندې شوي اټکل څخه هم زیات شوی دی.
د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ زياتوي، چې د کډوالو پراخه او چټکه ستنېدنه د افغانستان په سرحدي ولایتونو فشارونه زیات کړي؛ ځکه د دومره خلکو د جذب توان نه لري.
د دوی په وینا، دغه وضعیت په هېواد کې بېوزلي، ناامني او بشري اړتیاوې زیاتې کړې او افغانستان لا هم د اقتصادي سقوط او پراخو بشري حقونو د سرغړونو له ناوړه اغېزو سره مخ دی.
دغه سازمان لیکلي، چې راستنېدونکي کډوال په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان بیا داسې یو افغانستان ته ستنېږي چې ډېر لږ يې پېژنې.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې استازی عرفات جمال وایي: «هغوی افغانان دي، خو ډېری یې له افغانستانه بهر زېږېدلي او خپلې زده کړې یې هم هلته کړې دي؛ د دوی کلتوري ارزښتونه له اوسني افغانستان سره توپیر لري او فکر او لیدلوری یې له موجوده وضعیت سره سمون نه خوري.»
د نوموړي په خبره، د ښځو او نجونو لپاره په ګاونډيو هېوادونو کې نسبي خپلواکي د طالبانو د فرمانونو له خوا د بندیزونو سره مخ دي.