منظور پښتین: له باجوړه تر واڼه د ازادۍ غږ د لا اغېزمنتیا لپاره منظم کېدو ته اړتیا لري

۱۳ ساعتونه مخکې

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین په پښتونخوا کې د سولې ولسي پاڅونونه ستایلي او غوښته یې کړې، چې په خېبر او واڼه کې د سولې لپاره د خلکو پراخ لاریونونه باید لا همغږي، منظم او پیاوړي شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۲۰مه) پر خپلې فېسبوک پاڼې په پښتونخوا کې د ویر او سولې لپاره د خلکو پراخو راټولېدنو انځورونه خپاره کړي او لیکلي يې دي: «نن ټول پښتونخوا په ویر کې ډوبه ده.»

نوموړي زياته کړې: «په باجوړ کې د مولانا خانزېب د جنازې وروستي مراسم، په شمالي وزیرستان، د خېبر په باړه، کوټه او واڼه کې د ګیله من وزیر د لومړۍ تلین لمانځل تر سره شوي او په خېبر او واڼه کې د سولې پراخ ولسي پاڅونونه روان دي.»

منظور په پښتنون مېشتو سيمو کې درد، کړاو او ناامني د «پاکستان پنجابي واکمنو له خوا پر پښتونخوا د استعماري پاليسیو» پایله ګڼلې ده.

منظور احمد پښتين د سولې غوښتلو پراخو راټولېدونو ته په اشارې لیکلي: «د ولس پاڅونونه او د یووالي هڅې روانې دي، خو د وخت غوښتنه دا ده چې دا هڅې باید همغږي، منظم او پیاوړي مدیریت شي.»

پښتون ژغورنې غورځنګ په وار - وار پر ولسونو غږ کړی، چې د پاکستان پوځ له ظلم څخه د خلاصون يوازینی لار یووالی، همغږي، یو د بل تر څنګ درېدل او غږ پورته کول دي.

نور خبرونه

رادیو