په خېبر کې زرګونو کسانو د نا امنۍ ضد لویه اعتراضیه غونډه وکړه

۱۹ ساعتونه مخکې

د پښتونخوا په خېبر ولسوالۍ کې زرګونو کسانو د نا امنیو ضد او پوځي عملیاتو په غبرګون لویه اعتراضیه غونډه وکړه.

د غونډې ګډونوالو له حکومت څخه غوښتنه کړې، چې په پښتونخوا کې دې د روانو نا امنیو مخه ونیسي.

دغه اعتراضیه غوڼده د خېبر ولسوالۍ د باړي بازار سیمه کې د ځايي سیاسي ګوندونو او زرګونو عامو خلکو له لوري ترسره شول. د غونډې ګډوالو ویلي، چې په قبایلي سیمو کې د حکومت واک له منځه تللی او ورځ تر بلې امنیتي وضعیت د خرابېدو خواته روان دی.

د خېبر اوسېدونکو ویلي، چې حکومت دې د قبایلي سیمو د مشرانو د وژنو او له تېرا څخه په زور د ځايي کسانو اېستلو مخنیوی وکړي.

د اقبال افریدي په نوم د دې غونډي یو ګډونوال ویلي:«دا هېواد د قبایلي وینو په بدل کې اباد شوی خو قبایل لا هم له بنسټیزو اسانتیاوو بې برخې دي. اوسنی عملیات د ترهګرو پر ضد نه بلکې د ولس پر ضد دي. که یو ځل ترهګر له منځه تللي وو نو بېرته څنګه راپیدا شول؟»

د دغه اعتراضیه غونډي پرمهال د خېبر اوسیدونکو په قبایلو سیمو کې د پوځي عملیاتو سخت مخالفت وکړ او وې ویل، چې پوځ د عملیاتو په بهانه د پښتونخوا کاني زیرمې غصبوي.

د حمیدالله جان افریدي په نوم د دې غونډي یو وینا وال ویلي:«موږ د مرمیو د خوراک لپاره چمتو یوو، خو نور پوځي عملیات نه شو زغملای. د قبایلي سیمو پر سر یو ځل بیا د ډالرونو د ترلاسه کولو سازش روان دی. ولس دې راپورته شي او د پوځي عملیاتو پر وړاندې دې د اوسپنې دیوال جوړ کړي.»

دوی وايي، که حکومت د ترهګرۍ ضد تګلار کې بدلون را نه ولي، اړ دې چې د قبایلي سیمو ټول ښارونه، لويي لارې او سړکونه د تګ راتګ پر مخ بند کړي.

نور خبرونه

رادیو