د محسودو جرګې د ملکیانو پر کورونو د پاکستاني پوځ بریدونه وغندل

پرون

د خېبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان کې ولسونو د یوې لویې جرګې په ترڅ کې پر ملکیانو د پاکستاني پوځ بریدونه او له خپلو سیمو د هغوی جبري اېستل غندلي دي. پښتنو ولسونو ملکیانو ته زیان رسول له بشري حقونو سرغړونه بللې ده.

د پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د راپور پر بنسټ؛ په دې جرګه کې د سوېلي وزیرستان او شمالي وزیرستان زرګونو خلکو ګډون کړی و. په دې جرګه کې قومي مشرانو، سیاسي فعالانو، وکیلانو، خبریالانو، زده‌کړیالانو او د پارلمان غړو هم ګډون کړی و.

د راپور له‌مخې؛ دې جرګې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو په ګډون د پاکستان د یو شمېر سیاسي حرکتونو استازي هم ورغلي دي. د جرګې ګډون‌والو له پاکستاني حکومت نه غوښتي، چې د روان اندېښمنونکي وضعیت، جبري شړل او د ملکیانو پر کورونو بریدونه پای ته ورسوي.

د یادونې ده، چې د خېبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د ترسره شوې جرګې بشپړ جزییات لا نه دي رسنیز شوي. پاکستاني حکومت هم تر اوسه د دې جرګې په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

دا جرګه داسې مهال جوړېږي، چې له تېرو څو کلونو راهیسې شمالي او سوېلي وزیرستان د پاکستاني پوځ او وسله‌والو ډلو ترمنځ د سختو نښتو شاهد دی. ورته مهال، ولسونه پاکستانی پوځ د خلکو پر کورونو پر بمباریو او چاپو تورنوي.

نور خبرونه

رادیو