له تېلو پرته؛ ایران په درېیو میاشتو کې افغانستان ته د ۵۱۰ مېلیونه ډالرو صادرات کړي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۱۹

د روان ۱۴۰۴زېږدیز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ایران د ۵۲۰مېلیونه ډالرو په ارزښت افغانستان ته د بېلابېلو توکو صادارت کړي دي.

په دغو توکو کې د تېلو لګښت نه دی حساب شوی او له دې سره افغانستان د ایران لپاره پر پنځم ستر صادارتي هېواد بدل شوی دی.

د تهران ټایمز د راپور له مخې؛ رسمي شمېرې ښيي، چې د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې د ايران او افغانستان ترمنځ سوداګريزه کچه د تېر کال پرتله نږدې ۸۴ سلنه زياته شوې او ۳.۱۹۷ ميليارده ډالرو ته رسېدلې ده. له دې ډلې د ايران صادرات افغانستان ته ۳.۱۴۳ ميليارده ډالره او واردات ۵۴ مېليونه ډالره وو، چې په ترتيب سره يې ۸۳ سلنه او ۱۱۶ سلنه زياتوالی ښودلی دی.

دغه اقتصادي خوځښت يوازې د سوداګرۍ پراختيا نه؛ بلکې مهم جيو-اقتصادي پېغامونه هم لري.

د ايران د سوداګرۍ خونې مرستيال پيام باقري د ايران او افغانستان د سوداګريزو فرصتونو په يوه ناسته کې ويلي، چې دواړه هېوادونه د ژبني، فرهنګي او تاريخي نږدې‌والي له کبله د سترو اقتصادي همکاریو وړتيا لري.

نوموړي ويلي، د ايران صنعتي زېربناوې او نړۍوالو بازارونو ته لاسرسی د افغانستان له طبيعي زېرمو، حاصل‌خيزو ځمکو او ځوان کاري ځواک سره يوځای د داسې دوه اړخيزې همکارۍ بنسټ ږدي، چې نه يوازې سيمه‌ييز ټیکاو پياوړی کولای شي؛ بلکې راتلونکي نسلونه به هم ترې ګټه واخلي.

اوس‌مهال ايران د افغانستان نږدې ۲۵ سلنه وارداتي اړتياوې پوره کوي. له ايران څخه افغانستان ته صادرېدونکي ځانګړي توکي پټروليم محصولات، فولاد، کرنيز توکي او ساختماني مواد دي او له افغانستانه ايران ته صادرېدونکي توکي زياتره خام مواد او کرنيز محصولات دي.

راپور کاږي، دې سوداګريزې همغږۍ نه يوازې اقتصادي اړیکې پياوړې کړي؛ بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د اقتصادي جوړښتونو پشپړوونکی حالت رامنځته کړی دی.

په همدې لړ کې، د ايران د کرنې وزارت هم خبر ورکړی چې چمتو دی افغانستان ته تخنيکي او انجنيري خدمتونه برابر کړي.

د یاد وزارت وزير غلام رضا نوري قزلجه له طالبانو سره د يوې ناستې پر مهال له هغوی غوښتي، چې په کابل کې يوه ګډه کميټه جوړه شي؛ څو د کرنې په برخه کې همکارۍ ته يو رسمي چوکاټ ورکړل شي او پرمخ ولاړې شي.

همداراز، د ايران او طالبانو ترمنځ يوه ګډه تخنيکي ناسته د ۱۴۰۴ کال (د وري په ۲۲مه نېټه) په کابل کې د مرمرين ماڼۍ په تالار کې وشوه، چې د تهران – کابل د اقتصادي تړون د عملي کولو په لور يو مهم ګام بلل شوی دی.

په دې ناسته کې دواړو لوريو د ټرانزیټي ستونزو د حل، د ګمرکي پروسو د ساده کولو، د کرنې د عصري کولو او د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې راجلبولو په اړه بحثونه کړي دي.

نور خبرونه

رادیو