امرالله صالح: د افغان کډوالو شړل د ایران د اقتصاد د سبوتاژ کولو طرحه ده

۳ ورځې مخکې

د وروستي جمهوري نظام د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، چې که د افغان کډوالو له ډله‌ییز اخراج وروسته د ایران اقتصاد، په ځانګړې توګه د تولید، ودانیزو چارو او خدماتو سکتور له رکود سره مخ شي، نو دا به د اقتصادي سبوتاژ یوه طرحه وي. هغه ددې طرحې پلي کوونکي « پنځمه ستنه» بللي.

نوموړی وایي چې دا طرحه د دښمن له لوري جوړه شوې او ساده فکرو یا «د پنځمې ستنې» کسانو عملي کړې ده.

صالح دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ پر اېکس پاڼه کړې او زیاته کړې یې ده چې دغه کړنه د ایران پر اقتصاد مستقیمه منفي اغېزه کولی شي، ځکه افغان کډوال د ایران په اقتصادي سکتورونو کې مهم رول لري.

د ده په وینا، افغان کډوال نه یوازې د ایران د کار بازار یوه اساسي برخه جوړوي، بلکې له لرې سیمو تر ښارونو پورې، د خدماتو، ودانیو او تولیدي برخو کې بنسټیز رول لري او شړل یې د اقتصادي بې‌ثباتۍ سبب ګرځي.

صالح دا ډول چلند «دښمن پاله کړنه» بللې او خبرداری یې ورکړی، چې دا به د ایران د کورني اقتصاد لپاره ناوړه پایلې ولري.

په دې وروستیو میاشتو کې له ایران، پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو څخه په زرګونو افغانان په زوره شړل شوي یا بېرته ستانه شوي دي، خو طالبانو دومره کډوالو ته د رسېدنې په برخه کې خپله بې وسي ښودلې.

څو ورځې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وویل، چې افغانستان یو له بېوزله هېوادونو څخه دی او طالبان د پراخو اقتصادي ستونزو له امله د زرګونو کډوالو د بېرته منلو او ځای پر ځای کولو لپاره لازم امکانات نه لري.

د تازه راپور له مخې، تېره ورځ له ایران او پاکستان نه دوه زره او ۶۰۴ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي. له دې ډلې ۵۳ کورنۍ د تورخم له لارې، ۴۵ د سپین بولدک له لارې، ۴۹۶ کورنۍ د ورېښمو پله له لارې او دوه زره او ۱۰ کورنۍ بیا د اسلام کلا له لارې ستنې شوې دي.

له ایران څخه په زوره اېستل شوي افغان کډوال د یاد هېواد د حکومت له خوا له ظلمونو شکایتونه لري. دغه کډوال وایي چې ایراني چارواکي له دوی سره ناوړه چلند کوي حتا د دې اجازه نه ورکوي چې دوی خپل د کور او د کار له خاونده پیسې واخلي او خپل ټول توکي راټول کړي.

نور خبرونه

رادیو