د خیبر پښتونخوا په ۳۴ زره ښوونځیو کې له ۱۰ زره زیات افغان ماشومان پر زده‌کړو بوخت دي.

ډېری دغه ماشومان د هغو کډوالو له ډلې دي، چې په تېره یوه لسیزه کې پاکستان ته ورغلي او هلته یې د زده‌کړو ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې کړې دي.

په لوړو زده‌کړو کې هم د افغان زده‌کړیالانو شمېر خورا ډېر ښودل شوی. د صوبې ۳۴ پوهنتونونو له ډلې په ۲۴ پوهنتونونو کې نږدې ۱۵۰۰ افغان زده‌کړیالان پر زده‌کړو بوخت دي، چې پکې تر ۱۵۰ زیاتې نجونې هم شاملې دي.

له دې ډلې تر ټولو زیات افغان زده‌کړیالان په پېښور پوهنتون کې پر زده‌کړو بوخت دي، چې شمېر یې ۲۴۷ ته رسېږي. په انسټیټوټ اف منېجمېنټ ساینسز کې ۲۱۹ او په خیبر مېډیکل پوهنتون کې ۲۱۸ افغان زده‌کړیالان ثبت شوي دي.

د لوړو زده‌کړو څانګې د معلوماتو له مخې؛ په دې پوهنتونونو کې ۹۶۰ افغان زده‌کړیالان د علامه اقبال سکالرشېپ له لارې ثبت شوي او ۵۳۶ نور بیا په خپل شخصي لګښت په دغه پوهنتونونو کې پر زده‌کړو بوخت دي.

احمد د افغانستان د کندهار ولایت اوسېدونکی دی. هغه دوه کاله مخکې له خپل مشر ورور سره پېښور ته تللی دی.

د دوی پلار لا هم په افغانستان کې دی خو احمد او د هغه ورور پرېکړه کړې، چې په پاکستان کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

احمد په پېښور کې د اېف اېس سي (پري مېډیکل) کالج دویم کال زده‌کوونکی دی. احمد افغانستان انټرنشنل پښتو خبریال جواد شینواري ته ویلي:« زه یوازې زده‌کړې غواړم نه له سیاست سره کار لرم او نه له کوم تنظیم سره. یوازې دا هیله لرم، چې یو ښه ډاکټر شم او دا مې د ماشومتوب خوب دی.»

په کالج کې وخت ناوخت له احمد څخه د هغه د هویت له امله پوښتنې کېږي؛ که څه هم تر ډېره دغه خبرې د ټوکو په بڼه وي، خو احمد وايي دغه ټوکې یې دردوي.

هغه کیسه کوي، کله چې د نوم لیکنې لپاره کالج ته تللی و؛ نو لومړی پوښتنه ترې دا وه، چې افغان یې؟ بیا یې ترې پوښتنه کړې، چې د ویزې کاپي ورکړي.

خو احمد وایي،« موږ فیس ورکوو درسونه وایو؛ خو بیا هم زموږ سره د پردیو سلوک کېږي.»

احمد له خپل ورور سره په یو کوچني اپارتمان کې اوسېږي او ترڅنګ یې په ځینو ځایونو کې تدریس هم کوي؛ څو لږ تر لږه د ورځني لګښت بندوبست وکړي.

د فاطمې په مستعار نوم یوه کابل مېشتې چې شپږ کاله مخکې یې د لوړو زده‌کړو لپاره پېښور ته سفر وکړ، دا مهال د پېښور یوه خصوصي پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس د وروستي سمسټر زده‌کړیاله ده او په خپل ټولګي کې د ممتازو زده‌کړیالانو له ډلې ده.

فاطمه د افغانستان انټرنشنل پښتو خبریال جواد شینواری ته وايي، چې دلته په پوهنتون کې ورته نوم لیکنه ترټولو سخته وه.

هغې پېښور ته له رسېدو وروسته د پېښور یونیورسټي ټاون په سیمه کې د خپل ماما په کور کې اوسېده، چې ماما کورنۍ یې لا له وړاندې هلته مېشته وه.

فاطمه وایي، پېښور ته له تګ وروسته د خپلو لګښتونو د پوره کولو لپاره به یې د ورځې پوهنتون ته تګ کاوه او د ماښام له‌خوا به یې د ودونو په یوه تالار کې دنده کوله.

د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لړۍ په یادولو سره فاطمه ژړغونې شوه او ویې ویل، کله چې دغه لړۍ پیل شوه ماما یې هم بېرته افغانستان ته ولاړ چې له امله یې خويندې له زده‌کړو پاتې شوې او بېرته افغانستان ته ستنې شوې او اوس هغه دلته یوازې پاتې ده.

کله چې ترې وپوښتل شول چې اوس چېرته اوسېږې؟ نو فاطمې په ژړغوني غږ وویل:« دا مهال د یو څو خپلوانو سره موقتي اوسېږم؛ خو هغوی هم ژر شايد بېرته افغانستان ته ولاړ شي. اوس نه پوهېږم، چې زما به څه کېږي؟ ایا زه به خپله ډګري پوره کړای شم؟»

د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې مېشتو افغان کډوالو لپاره د قانوني حیثیت له مخې څلور بېلابېلې کټګورۍ ټاکلې دي او هرې ډلې ته جلا (کارټونه) ورکړل شوي دي. د هرې کټګورۍ قانوني ټولنیز او اقتصادي حالت له یو بل سره توپیر لري او د دوی حقوق او اسانتیاوې هم د هماغو کارټونو پورې محدود دي.

د POR کارټ په ۲۰۰۶ کال کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د پاکستان د نادرا ادارې له‌خوا افغان کډوالو ته ورکړل شوي. د دغه کارډ موده وخت په وخت غځول شوې ده او دغه کارټ لرونکي له جبري اېستنې څخه خوندي دي.

د رسمي شمېرو له مخې؛ دا مهال په پاکستان کې د پي او ار کارټ لرونکو افغانانو شمېر د ۱۳ لکو څخه تر ۱۴ نیم لکو پورې اټکل شوی. دغه کسان په پاکستان کې د روغتیایي، زده‌کړو او نورو بنسټیزو خدمتونو ته لاس‌رسی لري او د کډوالو په توګه پېژندل شوي دي.

په ۲۰۱۷ کال کې د پاکستان حکومت هغو افغان وګړو ته د (ACC) کارټونه ورکړل، چې د ۲۰۰۶کال له لومړۍ نوم لیکنې پاتې وو او یا له هغې وروسته پاکستان ته رسېدلي وو. دغه کارټ یوازې د پېژندنې او احصایې لپاره ورکړل شوی و.

د ACC کارټ لرونکي قانوني کډوال نه ګڼل کېږي او دغه کارټ نه د ویزې ځای نیسي او نه هم د تابعیت ضمانت ورکوي. دوی ته یوازې محدودو ښوونیزو او روغتیایي اسانتیاوو ته لاس‌رسی ورکول کېږي. د دوی شمېر شاوخوا ۸ لکو څخه تر ۸ نیم لکو پورې اټکل شوی دی.

د پاکستان اوریجن کارټ (POC) د دغه هېواد د نادرا ادارې له‌خوا هغو بهرنیو وګړو ته چې په کې افغانان هم شامل دي ورکول کېږي، چې د هغوی مور، پلار، نېکه، انا یا مېرمن او خاوند یې پاکستانی تابعیت ولري.

د دغه کارټ لرونکي کسان کولای شي پرته له ویزې پاکستان ته داخل شي، جایداد واخلي، بانکي حسابونه پرانیزي او کاروبار وکړي. دغه کارټ د تابعیت بدیل نه ګڼل کېږي؛ بلکې محدودې قانوني اسانتیاوې برابروي.

په څلورمه کټګورۍ کې هغه افغانان شامل دي، چې د پناه غوښتنه یې کړې ده او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له‌خوا هغوی ته سندونه ورکړل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو