سور صلیب: ښایي د کال تر پایه له ایرانه یو میلیون نور افغانان هم راستانه شي

۴ ساعتونه مخکې

سره صلیب د سې شنبه په ورځ وویل، چې د روان کال تر پایه پورې ښایي یو میلیون نور کسان هم له ایرانه افغانستان ته ستانه شي.

د مرستندویه ادارو په وینا، په پراخه توګه د افغانانو ستنېدو د بشري مرستو پر سیستم سخت فشار راوړی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، د روان کال له پیل راهیسې له ایران څخه افغانستان ته له ۱.۲ میلیون ډېر افغانان راستانه شوي او د ایران او اسراییل ترمنځ له جګړې وروسته بیا دا شمېر لا زیات شوی دی.

د افغانستان لپاره د سره صلیب او هلال احمر نړۍوال فډراسیون مشر ویلي، په وروستیو ورځو کې یې د هغو مسافرو د بسونو لیدنه کړې، چې له ایران څخه اېستل شوي او د هرات ولایت اسلام‌ کلا بندر ته رسېدلي دي.

هغه په جېنیوا کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «موږ اټکل کوو چې ښايي د روان کال تر پای پورې یو میلیون نور کسان یا ان تر دې زیات له ایران څخه بېرته افغانستان ته ولېږل شي.»

نوموړي د دغو کسانو د راتلونکي په اړه اندېښنه څرګنده کړه: «د دې خلکو زیاتره هېڅ اختیار نه درلود. هغوی په زور بسونو ته پورته کړای شوي او تر پولې اړول شوي دي.»

افغانستان دا مهال له یو بشري ناورین سره مخ دی او د مرستو رسولو ادارې اندېښنه لري، چې له ایرانه د لا زیاتو بیا ستانه شویو افغانانو راتګ سره له هغو سلګونو زرو کسانو چې د فشار له امله له پاکستانه هم اېستل شوي، د هېواد وضعیت نور هم بې‌ثباته کولی شي.

د سره صلیب یوه چارواکي ویلي، چې د ستانه شویو افغانانو لپاره د مرستندویه هڅو لپاره یې ۳۱.۴ میلیونه ډالره مرسته غوښتې، خو تر اوسه یوازې ۱۰ سلنه یې تمویل شوې ده.

دا وضعیت د بېا ستنو شویو کسانو د ملاتړ د دوام په اړه جدي اندېښنې پیدا کړې دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویاند بابر بلوچ ویلي، چې هره ورځ ۱۰ زره کسان له ایران څخه افغانستان ته ستنېږي او یوازې د جولای په ۴مه نېټه له ۵۰ زرو زیات کسان له پولې اوښتي دي.

نور خبرونه

رادیو