د امریکا ولسمشر د سېشنبې په ورځ د کابینې په غونډه کې خبریالانو ته وویل، چې د امریکا د وسله والو ځواکونو له لوی درستیز جنرال مارک مېلي سره یې هغه مهال اختلاف درلود، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د پلان شوې وتنې پر مهال د پوځي تجهیزاتو د پرېښودو موضوع راپورته شوه.
د امریکا پخواني ولسمشر جو بایډن د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتنه رهبري کړه؛ خو دا پلان په جزوي ډول د ټرمپ د لومړۍ ادارې له خوا جوړ شوی و.
د ټرمپ په ګډون جمهوري غوښتونکي د بایډن د وتلو د مدیریت په اړه نیوکې کوي، چې له کبله یې ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شول.
دوی وايي، چې دغه وتل باید په سمو شرایطو کې تر سره شوی وای.
ډونالډ ټرمپ ویلي، نوموړی هغه وخت پوه شو چې مېلي «احمق» دی، کله چې هغه وړاندیز وکړ چې که د امریکا پوځي تجهیزات په افغانستان کې پرېښودل شي، دا به ارزانه تمام شي.
په ورته وخت کې دا اندېښنه هم وه، چې طالبان به دغه تجهیزات تر لاسه کړي.
ټرمپ ویلي، له هغه وخت راهیسې یې هڅه کړې چې امریکا باید دا تجهیزات بېرته تر لاسه کړي.
د امریکا ولسمشر زیاته کړې: «زه پوه شوم چې هغه یو احمق دی، او دا درک کول راته ډېر وخت و نه نیوه. خو هغوی ټول تجهیزات هلته پرېښودل، خپل عزت یې هم پرېښود. زما په اند دا زموږ د هېواد په تاریخ کې تر ټولو شرموونکی وخت و. خبره دا نه ده چې موږ ووتلو – باید وتلي وای – بلکې خبره دا ده چې څنګه ووتلو: له سترې شرمندګۍ او مرګ سره.»
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ او یو شمېر نورو امریکایي چارواکو په ځلونو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي نیوکه کړې او د دې کار پړه یې د ولسمشر جو بایډن پر حکومت اچولې ده.
د یادولو ده، چې د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې شاوخوا اوه میلیارده ډالره پوځي تجهیزات پرېښودل. دا هغه مهال و، چې امریکا په بېړه له افغانستانه ووتله او طالبان د کابل په ګډون پر ټول افغانستان واکمن شول.
په دغو وسایلو کې پوځي وسایط، الوتکې، چورلکې او پرمختللې پوځي وسلې شاملې دي.
ټرمپ په وار-وار خبرداری ورکړی، له طالبانو به د میلیاردونو ډالرو په ارزښت دغه پوځي وسایل او وسلې بېرته واخلي.