ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو د بغلان د علماوو شورا مرستیال شیخ عبدالحی حقیار درېمه کوژده کړې ده.
تر دې مخکې د طالبانو مشر په یوه فرمان کې د خپلې ډلې غړي د څو ودونو له کولو منع کړي وو.
سره له دې چې د طالبانو مشر ملا هبتالله اخوندزاده خپلو قوماندانانو ته د «ساده ژوند»، له ډېرو ودونو د ډډې او لګښتونو کمولو امر کړی، بیا هم د دې ډلې ګڼ لوړپوړي غړي له ۲۰۲۱ کال راهیسې دویم، درېیم یا حتا څلورم ودونه کوي، چې هم یې دننه په طالبانو کې سیالۍ پارولې او هم خلک پرې نیوکې کوي.
طالبانو ته نږدې باخبرې سرچینې وايي، ځیني طالب مشران خپلو نږدې کسانو ته خپلې لوڼې د «بخشش» یا وفادارۍ د نښې په توګه ورکوي چې د ډېرو افغانانو له نظره له عدالته لرې او د ښځو پر حقونو تېری بلل کېږي.
طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پر ولس سخت محدودیتونه لګولي، ښځې یې له ټولو حقه حقونو محرومې کړې دي، خو د دوی مشران خپله له دغو قیدونو خلاص دي.
د شنونکو په باور، له یوې خوا پر افغان مېرمنو تعلیم، کار، سفر او حتا د عام ژوند ډېر اړخونه بند دي، خو له بلې خوا ځينې طالب مشران د واده د مراسمو، نوو ودونو او کورنیو پراخېدو ته دوام ورکوي، چې په سلګونو زره افغانۍ لګښت کیږي.
د طالبانو مشر ویلي، و چې د طالبانو د مشرانو څو ودونه «د دښمنانو د نیوکو لامل کیږي.»