په جرمني کې یوه محکمه: حکومت مکلف دی چې منل شویو افغان کډوالو ته ویزې ورکړي

پرون

یوه جرمنۍ محکمه وايي، حکومت د هغو افغان وګړو پروړاندې قانوني مسوولیت لري چې د ځانګړو پروګرامونو له لارې منل شوي او باید ورته ویزې ورکړل شي.

د رویټرز د راپور له مخې، په دې پرېکړه کې راغلي چې حکومت نشي کولی د سیاسي یا اداري خنډونو له امله د ویزو بهیر وځنډوي او مکلف دی، چې د منل شویو افغانانو قضیې ژر تر ژره حل کړي.

دغه پرېکړه وروسته له هغه شوې، چې ګڼ شمېر افغانان چې د جرمني له‌خوا د تخلیې یا خوندیتوب پروګرامونو له لارې منل شوي و، تر اوسه یې ویزې نه دي ترلاسه کړي.

اوس محکمې حکم کړی، چې د المان دولت باید خپلې ژمنې پوره کړي او د بشري اصولو، نړۍوالو تعهداتو او قانوني مسوولیتونو پر بنسټ د دغو افغانانو ویزې بې له ځنډه صادرې کړي.

د کډوالو ملاتړ کوونکي بنسټونه او حقوقي ډلې دا پرېکړه یوه مهمه لاسته راوړنه بولي او وایي، چې دا به د سلګونو هغو افغانانو برخلیک روښانه کړي، چې لا هم د خطر په شرایطو کې پاتې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د جرمني له خوا د افغان کډوالو د منلو بهیر درولو له امله سلګونه افغان کډوال په پاکستان کې له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.

جرمني ته د تګ په تمه بند پاتې افغانان وايي، بېرته افغانستان ته نه شي تلای او ژوند یې له سخت ګواښ سره مخ دی.

د جرمني د کډوالۍ په پالیسیو کې بدلون واک ته د فریدریښ له رسېدو وروسته راغلی.

نوموړي جرمني ته د پناه غوښتونکو ورتګ په پراخه کچه محدود کړی دی.

نور خبرونه

رادیو