د تېر جمهوري نظام د کورنیو چارو وزیر وزير مسعود اندرابي د یوه تحلیل له مخې ویلي، چې د مسکو له لورې د طالبانو رسمیت پېژندنه او تعامل د طالبانو په ګټه نه ده.
هغه زیاته کړې: «دا تعامل له طالبانو سره د مینې له امله نه، بلکې د مسکو د جیوپولیټیکي اندېښنو له امله دی.»
د تېر جمهوري نظام د کورنیو چارو وزير مسعود اندرابي د سې شنبه په ورځ (د چنګاښ ۱۷مه) د طالبانو او روسيې ترمنځ نوي تعامل او رسمیت پېژندنې په اړه یوه تحلیلي مقاله خپره کړې.
هغه په دې مقاله کې ویلي، چې د هېوادونو بهرنۍ پاليسۍ د ملي ګټو له مخې جوړېږي، نه د ملګرتيا او دوښمنيو له مخې.
د اندرابي په خبره، روسيه په افغانستان کې د افراطي ډلو د زياتېدونکي شتون په اړه اندېښمنه ده.
د هغه په خبره: «روسيه باور لري، چې ممکن افغانستان یو ځل بیا د افراطي ډلو مرکز جوړ شي، چې منځنۍ اسیا او روسیې ته په اسانۍ داخلېدلی شي.»
د اندرابي په باور، طالبان د اصلاحاتو پر ځای مشروعیت غواړي او دغه ډله دا مهال د نړۍوال مشروعیت له بحران سره مخ ده.
د تېر جمهوري نظام د کورنیو چارو وزیر زیاتوي: «طالبان هڅه کوي د مشروعیت لپاره له هر ډول ډیپلوماټیکو اړیکو څخه کار واخلي؛ که د وطن په ګټه وي او زيان، دا طالبانو ته توپير نه کوي، چې ولې يو هېواد دوی پېژنې، دوی ته یوازي دا مهم دی، ترڅو نړۍ ته وښیي، چې دوی سم او مشروع دي.»
مسعود اندرابي په دې مقاله کې لیکلي، چې له طالبانو سره د مسکو تعامل د سيمه یيزو ګواښونو د مخنيوي هڅه ده او د طالبانو د ظالم حکومت ملاتړ نه کوي.
د هغه د اټکل له مخې، ممکن چین د طالبانو رسميت پېژندنه کې دویم هېواد شي.
د اندرابي په خبره، د طالبانو په وړاندې د چین پاليسي خورا محتاط او امنیتي ده: «بېجینګ د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ د احتمالي فعالیتونو په اړه اندېښمن دی.»
نوموړی زياتوي، له طالبانو سره تعامل باید د شفافیت، مشروطیت او روښانو مخو سره وي، نه باید د تبلیغاتو وسيله شي.
مسعود اندرابي پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې د مسکو او طالبانو تعامل د سیمه یيزو امنیتي ګواښونو د کنټرول لپاره طرح شوی دی.
هغه لیکلي: «د روسیې او طالبانو ترمنځ چې څه پېښېږي د سیاسي یووالي په پرتله د بېړني امنیت پلوه ښکېلتیا سره ورته دي. نړۍواله ټولنه باید پوه شي چې دا ډول ښکېلتیاوې د طالبانو د مشروعیت پرځای د سیمه ییزو امنیتي ګواښونو د کنټرول لپاره ډیزاین شوي دي.»
د اندرابي په خبره، د جوړ افغانستان لپاره یو «بشپړ او قانون لرونکي حکومت ته اړتیا ده، چې بشري حقونو ته ژمن او مشروعیت د رایو او خلکو ته د حساب ورکولو له لارې تر سره شي، نه د ظلم، زور او فشار له لارې.»
نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې څو ورځې مخکې روسیې اعلان وکړ چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف،وویل: «روسیه په رسمي ډول د افغانستان اسلامي امارت (د طالبانو حکومت) په رسمیت پېژندلی دی.»