ملګري ملتونه: د طالبانو په رسمیت پېژندنه د روسیې یو اړخیزه پرېکړه ده

۵ ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو ویاند د روسیې له‌خوا د طالبانو د رسمیت پېژندلو په غبرګون کې ویلي: «دا موضوع د مسکو او طالبانو ترمنځ یوه دوه‌اړخیزه مسله ده.»

سټيفن دوجاریک د سې شنبه په ورځ یوې خبري ناستې ته وویل، چې د ملګرو ملتونو ماموریت به په افغانستان کې بدلون ونه مومي.

سره له دې چې روسیه د امنیت شورا غړی هېواد دی او طالبان یې په رسميت وپېژندل؛ خو تر اوسه له چين پرته نورو هېوادونو له دې پرېکړې هرکلی نه دی کړی.

طالبان تمه لري، چې د سيمې نور هېوادونه به د روسيې تر اغېز لاندې د دوی حکومت په رسميت وپېژني.

سټیفن دوجاریک ټینګار وکړ، چې د روسیې پرېکړه به د ملګرو ملتونو د کار پر څرنګوالي او ماموریت کې هېڅ بدلون را نه ولي.

هغه وويل: «د رسميت پېژندلو موضوع یوه دوه اړخيزه مسله ده، چې یو بل په رسمیت پېژني. زموږ دندې په افغانستان کې لکه څنګه چې امنیت شورا ټاکلي، له بدلون پرته دوام لري.»

طالبان هڅه کوي، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ترلاسه کړي؛ خو د ملګرو ملتونو د اعتبار ورکولو کمېټې تر اوسه پرېکړه نه ده کړې.

امریکا او نور لوېدیځ هېوادونه د طالبانو د رسمیت پېژندلو مخالف دي او ویلي یې دي، تر هغو چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو د کار او زده کړو باندې په بندیزونو کې رانشي طالبان نه شي کولی له نړۍ سره عادي اړيکې ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې د جرمونو نړۍوالې محکمې د یوې پرېکړه په ترڅ کې د ښځو د حقونو د پراخو سر غړونو له امله د طالبانو د مشر د نیولو امر صادر کړ.

نور خبرونه

رادیو