د طالبانو د تماس کمېسیون مشر شهابالدین دلاور د افغانستان له پخوانیو جهادي او سیاسي مشرانو وغوښتل، چې بېرته هېواد ته راستانه شي.
نوموړي د جهادي مشر عبدربالرسول سیاف عمر ته په اشارې وویل: «استاد سیاف به یا په ترکیه کې او یا په هند کې مړ شي؛ نو غوره دا ده چې خپل وطن ته را وګرځي.»
دلاور زیاته کړه، چې د طالبانو حکومت د ټولو هغو افغان سیاستوالو او پخوانیو مشرانو د بېرته ستنېدو هرکلی کوي، چې غواړي د هېواد د سولې او ثبات په برخه کې همکاري وکړي.
د طالبانو دغه چارواکي د سېشنبې په ورځ په کابل کې یوې ناستې ته د خبرو پرمهال محمد محقق، کریم خلیلي او عطا محمد نور ته هم بلنه ورکړه، چې بېرته افغانستان ته راستانه شي.
دلارو ډاډ ورکړی چې د دوی ژوند، مال او امنیت به خوندي وي او ټینګار یې وکړ: «که دا څېرې افغانستان غواړي او د باعزته ژوند په لټه کې وي، نو بېرته دې هېواد ته راستانه شي.»
هغه زیاته کړه: «د حقالعبد له قضیو پرته، له پخوانیو سیاسي مشرانو به هېڅ ډول حساب و نه اخیستل شي.»
دلاور څرګنده کړه، چې دغه کسان د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده د فرمان له مخې بښل شوي دي، ان که دوی ظلم هم کړی وي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د تماس کمېسیون تر دې دمه یو شمېر پخوانیو سیاسي څېرو او امنیتي ځواکونو ته د مصونیت کارتونه ورکړي دي.
خو د طالبانو د څلور کلنو هڅو سربېره، د پخواني حکومت هېڅ یوه پېژندل شوې سیاسي څېره حاضره شوې نه ده، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته بېرته را وګرځي.
پخواني سیاسي مشران طالبان نامشروع ډله بولي او وایي چې دغه ډله ترې «بیعت او اطاعت» غواړي.
هغوی ټینګار کوي، چې له سیاسي خبرو، مذاکرې او د یوه ټولګډونه او ملي حکومت له جوړېدو پرته او تر هغه چې د طالبانو واکمني دوام ولري، افغانستان ته نه راستانه کېږي.
دغه مشران د طالبانو پروړاندې د سیاسي او وسلهوالې مبارزې د دوام ټینګار کوي.