د طالبانو له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ادارې او د اسلامي هوساینې نړیوالې یا "ای، ار، ډبلیو" موسسې تر منځ د ۷۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د کورونو د جوړولو او ترمیم د هوکړې د لاسلیک پرمهال، دې ډلې له موسسو غوښتي، چې خپلې پروژې له دوی سره په همغږۍ پلې کړي.
د طالبانو د یادې ادارې سرپرست ملا نورالدین ترابي د دغې هوکړې د لاسلیک پر مهال د اسلامي هوساینې د نړیوالې موسسې له مشر محمد ذوالقرنین عباس څخه وغوښتل چې خپلې پروژې دې د دغې ادارې له مسوولینو سره په همغږۍ، روڼتیا او چټکتیا سره تطبیق کړي.
د یادې هوکړې پر بنسټ به د غور ولایت په فیروزکوه کې ۱۴۰ زیانمنوشویو کورنیو او د شهرک ولسوالۍ ۹۰ زیانمنو شویو کورنیو ته د هر کور د جوړولو په موخه په دریو پړاوونو کې ۱،۸۵۲ډالره ورکړل شي.
دغه راز د شهرک ولسوالۍ ۱۱۰ زیانمنو شویو کورنیو ته به د هغوی د کورونو د بنسټیز ترمیم په موخه په دریو پړاوونو کې هرې کورنۍ ته ۵۵۰ ډالر ورکړل شي.
دغه راز د یاد ولایت په شهرک ولسوالۍ کې ۵۵ زیانمنو شویو کورنیو ته د هغوی د کورونو د سطحي ترمیم لپاره هرې کورنۍ ته ۳۳۰ ډالر په دریو پړاوونو کې ورکول کیږي.