د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د ددې ډلې تر واک لاندې د ملي پراختیا شرکت له رییس سره په لیدنه کې په ننګرهار کې د ختیځ کمپلکس او د کونړ ولایتي روغتون د نیمګړو رغنیزو چارو د بیا پیل په اړه خبرې کړي دي.
د ختیځ کمپلکس چارې د جمهوریت له پرځېدو وروسته په ټپه ولاړې دي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت نن سې شنبه د چنګاښ ۱۷مه وویل، چې په دې لیدنه کې د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي وویل چې ولسونه روغتیایي خدماتو ته اړتیا لري نو په همدې اساس باید هر څه ژر د عامې روغتیا وزارت اړوند نیمه پاتې رغنیزو پروژو کارونه ترسره شي.
یاد وزارت وايي، چې د ملي پراختیا شرکت رییس عبدالرحمن عطاش ژمنه کړې ده، چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت اړوند پروژو ته به ځانګړې پاملرنه کوي څو ژر تر ژره یې چارې تر سره او روغتیایي خدماتو ته چمتو شي.