تازه خبر

امریکا: روسیه له بدو ځواکونو سره یوځای شوې، طالبان په امریکا کې ترهګره ډله ده

۹ ساعتونه مخکې

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د روسیې له خوا د طالبانو د رسمیت پېژندلو په تړاو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبان په امریکا کې د نړیوالې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېږي.

د وزارت ویاند وویل:«دا د حیرانتیا خبره نه ده چې روسیې پریکړه کړې له شریرو لوبغاړو سره همکارۍ ته دوام ورکړي».

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ټینګار وکړ ، چې طالبان په متحده ایالاتو کې د یوې نړیوالې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېږي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، چې د نړیوالو ترهګرو په توګه د طالبانو نومول "پخپله هر څه دي."

نور خبرونه

رادیو