د طالبانو د ټولګټو وزارت مسوولین وايي، د خواف- هرات د وسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د لومړي فاز رغنیزې چارې ۸۷ سلنه بشپړې شوې دي.
د خواف – هرات د وسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې لومړی فاز ټولټال ۴۳ کيلومتره اوږدوالی لري او د یوه قزاقستاني شرکت له لوري یې د ۵۷ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت رغنیزې چارې روانې دي.
د خواف- هرات د وسپنې پټلۍ څلورمه برخه دوه فازونه لري، چې لومړی فاز یې ۴۳ کیلومتره او دویم فاز یې د ۴۷ کیلومتره په اوږدوالي سره د افغانستان د هرات ولايت صنعتي ښارګوټي ته رسیږي.
د یادې پروژې د زیربنايي کیندلو او ډکولو برخې ۹۶ سلنه او د ریل نصبولو چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي.
په دې پروژه کې د شاوخوا ۸۱ پلګوټو او ۵ لويو پلونو کار هم شامل دی چې له ډلې یې د ټولو پلګوټو او د ۳ لويو پلونو کار بشپړ شوی دی.
د يادې پروژې په لومړۍ برخه کې د مسافرو د خوندي او هوسا تګ راتګ په موخه شپږ د تګ او راتګ ځايونه په پام کې نيول شوي دي او رغنيزې چارې يې هم ۲۵سلنه بشپړې شوې او همداراز د سوداګریزو توکو او مسافرو د تخليې او بارګيرۍ او د اورګاډي د سبقت لپاره، په رباط پریان سیمه کې په عصري امکاناتو يو مجهز تمځای طرحه شوی، چې شاوخوا ۲۰ سلنه فزیکي کاري پرمختګ لري.
د خواف ـ هرات د وسپنې پټلۍ پروژه څلور برخې لري، چې له دې جملې دوه برخې یې د ایران اړوند او درېیمه برخه یې د هرات ولایت تر روزنک سټیشن پورې رسیږي، چې رغنیزې چارې یې بشپړې شوې دي او دا مهال ترې عملاً ګټه اخیستل کېږي.
طالبان وايي، د خواف-هرات وسپنې پټلۍ پروژې په بشپړېدو سره به افغانستان د وسپنې پټلۍ له لارې د ګاونډیو، سیمې او نړۍ له هېوادونو سره وصل شي، د سودا ګریزو توکو د لېږد رالېږد بیو د کمښت او چټکتیا ترڅنګ به د سیمو ترمنځ واټن رالنډ او د افغانستان تولیدي توکي به د نړۍ بازارونو ته لاره ومومي.