د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي چې د دوشنبې په ورځ له ایران او پاکستان نه دوه زره او ۵۵۵ کورنۍ خپل هېواد ته راستنې شوې دي.
د طالبانو د شمېرو له مخې یادې کورنۍ ټولټال ۱۶ زره او ۷۶۴ کسان کېږي چې د تورخم، بولدک، اسلام کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارو هېواد ته راغلي.
د طالبانو ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن سې شنبه د چنګاښ ۱۷مه اعلان وکړ، چې له دې ډلې ۵۴۶ کورنۍ خپلو ولایتونو ته انتقال شوې دی.
دوی همدراز زیاتوي چې ۲ زره ۵۶۷ کورنیو باندې نغدي مرستې وېشل شوې او ۷۲۶ کسانو ته سیمکارتونه ورکړل شوي.
دوی همدراز لیکلي چې له کابل څخه ۴۰۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲ زره ۲۲۵ تنه و، تخار، بلخ، جوزجان، بدخشان او سرپل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۲۸ زره او درې سوه افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
طالبانو ویلي چې دا کډوال یې ټول ثبت کړي او له دوی سره یې د خوراکي توکو په برخه کې هم مرسته کړې ده.
له پاکستان او ایران څخه د کډوالو جبري شړلو پروسه چټګه شوې ده، چې نه یوازې د طالبانو بلکې نړیوالو مرستندویه ادارو هم له افغان کډوالو سره د مرستو په برخه کې د مالي ستونزو په اړه اندېښنه ښودلې ده.