د کډوالو ستونزو ته د طالبانو د رسېدنې کمېټې غړي احمدالله وثیق له ایرانه د افغان کډوالو ډلهییزې اېستنې ته په اشارې سره ویلي، چې په یوه وار د ګاونډیو له لوري د کډوالو ستنولو پرېکړه «ناعادلانه او ظالمانه» ده.
نوموړي طالب پلوې رسنۍ حریت راډیو سره په مرکه کې ویلي، که څه هم د دوی حکومت تر خپلې وسې د راستانه شویو کډوالو لاسنیوی کړی؛ خو په دومره لوی شمېر کې د کډوالو ستنولو دوی له ستونزو سره هم مخ کړي دي.
هغه وایي:« په اوس وخت کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادنو له لوري په ځانګړي ډول د ایران له لوري په یوه وار زموږ د هېوادوالو ستنول غیر عادلانه او ظالمانه پرېکړه ده. دوی په ۱۲ ورځو کې څه باندې ۳۰۰ زره کډوال ستانه کړي دي.»
ښاغلي وثیق ویلي، چې د طالبانو حکومت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې لپاره کمېسیون او په ټولو ولایتونو کې کمېټې جوړې کړې دي او دوی په دوامداره توګه د کډوالو ستونزو د رسېدنې په برخه کې کار کوي.
هغه پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې د دوی لاسنیوی وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې د افغانستان له ګاونډیو په ځانګړي ډول له ایران څخه د کډالو د ستنولو لړۍ چټکه شوې ده.
په یوه وار د ستنولو دغه لړۍ راستانه شوي کډوال هم له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي.
دغه کډوال د ګرمې هوا، د سرپناه نشتوالي، بې وزلۍ او د کار او روزګار له نشتوالي شکایت کوي.