مولوي عبدالکبیر له ایرانه د ستنېدونکو افغانانو د بهیر اروزنه کړې

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۱۶

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر له خپلو کارکوونکو سره په اداري ناسته کې له ایرانه د ستنېدونکو افغان کډوالو د اېستل کېدو بهیر ارزولی دی.

هغه ویلي، په هرات، فراه او نیمرزو ولایتونو کې دې د کډوالو د احتمالي څپو ډېرېدو ته تدابیر ولري.

د یکشنبې په ورځ د (چنګاښ ۱۵مه) خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي په هرات کې د ستنېدونکو پر وړاندې د شته ستونزو پر حل ټینګار کړی دی.

په دغه ولایت کې شکایتونه شوي، چې په پنډغالو کې لازم او لومړني امکانات نه دي برابر شوي. په دغه ناسته کې له هرات، فراه او نیمروز څخه بېلابېلو ولایتونو ته د کډوالو پر لېږد هم بحثونه شوي دي.

دا‌ په داسې حال کې ده، چې له تېرو دوو اونیو راهیسې له ایرانه د افغان کډوالو د اېستل کېدو بهیر زور اخیستی او یو شمېر راستنو شویو شکایت کړی چې په یاد هېواد کې د پولیسو له لوري سخت شکنجه شوي دي.

همدا راز زیاته شوې، چې ایراني پولیسو او حکومتي چارواکو ترې په بېلابېلو پلمو ان پیسې هم په زوره اخیستې دي.

ایراني چارواکو د (چنګاښ ۱۵مه) د افغان کډوالو د اېستل کېدو ضرب الاجل ټاکلی و او د دې مودې په پوره کېدو سره اندېښنه شته، چې هېواد ته به د ستنېدونکو روان بهیر لا ګړندی او پراخ شي. هم‌مهاله له پاکستانه هم د افغان کډوالو د اېستل کېدو بهیر دوام لري.

نیوکې دا دي، چې طالبانو دغو تازو ستنو شویو افغانانو ته د سرپناوو او لومړنیو مرستو په برخه کې ناغېړي کړې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان او شمېر نورو بشري ادارو اندېښنې څرګندې کړې دي، چې دغه ستانه شوي په کور دننه له سختو اقتصادي ننګوونو سره مخ دي او جدي مرستو ته اړتیا لري.

نور خبرونه

رادیو