یو روسی فلم جوړوونکی د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د طالبانو په مرسته او همکارۍ سینمایي فلم جوړوي. د فلم قانوني چارې روسی وکیل الکساندر مولوخوف پر غاړه لري. هغه ویلي، طالبانو د فلم له سناریو خوښي ښودلې او د تولید اجازه یې ورکړې ده.
دغه فلم، چې د شوروي لیکوال ارکادي ګیدار د مشهور ناول « توده ډبره» پر بنسټ جوړیږي، د یوه پخواني روسي پوځي د شخصي تجربو او اروايي ستړیاوو داستان بیانوي، چې د جګړو له ډګره ستړی کور ته ستنیږي.
د فلم سناریو لیکنه او لارښوونه پوځي خبریال ویکتور خومینکو کوي چې نږدې اته کاله یې په افغانستان کې دنده ترسره کړې او له دې وړاندې یې پر افغانستان یو مستند هم جوړ کړی.
د روسیې د ماش رسنۍ د معلوماتو له مخې، فلم به په افغانستان کې د طالبانو په اجازه او همکاری جوړ شي.
خومینکو تر اوسه په رسمي توګه د دې فلم د جوړېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو سرچینې وايي چې چمتووالی روان دی او فلمبرداري به سږ کال پیل شي.
د فلم تر شا قانوني شخړې
د فلم قانوني چارې روسی وکیل الکساندر مولوخوف پر غاړه لري چې له طالبانو سره د «حقوقي همکاریو» له امله له انتقادونو او قانوني تعقیب سره مخ دی. مولوخوف رسنیو ته ویلي، طالبانو د فلم له سناریو خوښي ښودلې او د تولید اجازه یې ورکړې ده.
مولوخوف د مسکو له تور نوملړه د طالبانو د نوم له اېستلو وړاندې ددې ډلې دفاع کړې وه.
دغه اقدام د روسیې د عدليې وزارت له خوا تر پوښتنې لاندې راغلی و او د جون په پای کې عدليې وزارت غوښتنه کړې چې له مولوخوف نه باید د وکالت جواز واخېستل شي.
په غبرګون کې، مولوخوف د قاضي نیفیودوف پر ضد د قضاوت کیفیت کمېټې ته شکایت کړی او ویلي یې دي چې له طالبانو سره قانوني اړیکې یې د موجودو مقرراتو له مخې سمې وې.
طالبان له ۲۰۰۳ کال راهیسې په روسیه کې تر بندیز لاندې ډله بلل کېده، خو د ۲۰۲۵ کال د اپرېل پر۱۷مه، د روسیې سترې محکمې دا بندیز موقتي وځنډاوه.
په داسې حال کې چې روسي فلم جوړوونکي وايي دا پروژه د فرهنګي تبادلې په نیت پیل شوې، منتقدین وايي دا کار د طالبانو چارو ته ، چې د ښځو او بیان پر ازادۍ یې بندیزونه لګولي، د مشروعیت ورکولو هڅې دي.
د روسي فلم جوړوونکي له خوا په افغانستان کې د سینمايي فلم جوړولو دا خبر داسې مهال دی، چې په کوردننه افغان سینمايي لوبغاړي د طالبانو تر سختو بندیزونو لاندې دي، افغان فلم تړل شوی او ګڼ هنرمندان له افغانستان نه بهرنیو هېوادونو ته تښتېدلي دي.