په پښتونخوا کې د ډیورند د کرغېړنې کرښې سره جوختې اووه (۷) ولسوالۍ، یعنې باجوړ، مومند، خیبر، اورکزی، کورمه، شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان د انګریزي استعمار د دورې نه د سیاسي استازو (پولیټیکل ایجنټانو) په ذریعه په غیرمستقیمه توګه اداره کېدې او دا سیمه یاغستان بلل کېده.
د انګلیسي استعمار د دغې ادارې وړومبۍ موخه د کرښې د دواړو خواوود پښتون/افغان له وجود نه د پښتنو د دغو غټو او قوي قبیلو بېل، په انزوا او په وروسته پاتې ټولنیزو او اقتصادي شرایطو کې ساتل وو. په شلمه پېړۍ کې هم دلته نه سیاسي ګوندونو او نه رسنیو ته د فعالیت اجازه وه او د دغو سیمو وګړي له ابتدایي بشري حقوقو نه هم محرومه وو.
دویمه موخه دا وه چې انګریزانو له دغو سیمو نه په افغانستان او په مرکزي اسیا کې مخفي استخباراتي او تخریبي فعالیتونه او لاس وهنې کولې. درېیمه موخه دا وه چې هر کله به محلي پښتني قومونو او قبیلو د ازادۍ غږ پورته کاوه، نو انګریزانو په دغه په اصطلاح یاغستان کې د الوتکو او ټانکونو له لارې د پوځي عملیاتو کولو کې کوم قانوني مانع وجود نه درلود.
په ۱۹۴۷ کال کې له خپل تاسیس وروسته، د پاکستان دولت د خپلو انګریزي مربیانو پالیسۍ ته ادامه ورکړه او د قبایلي سیمې (فاټا) د نوم تر پردې لاندې یې کټ مټ دغه استعماري نظام او د ایف سي ار تور قانون ژوندی وساته او د دغې سیمې اداره یې د اسلاماباد د مرکزي حکومت په لاس کې وساتله. پاکستان نه یوازې له دې سیمې څخه په افغانستان کې د جګړې لپاره د ټوپ اچونې د تختې په توګه استفاده وکړه، بلکې له ټولې نړۍ نه یې ترهګرراوستل او په دغه یاغستان کې یې میشت کړل.
دغو ترهګرو له یوې خوا له دغو سیمو نه په افغانستان کې په لویه کچه ترهګري او جګړه وکړه، او له بلې خوا یې د محلي پښتنو قبیلو زرګونه مخور، سپینږیري مشران او روشنفکران ووژل. پاکستاني جنرالانو د ترهګرۍ پر ضد د تش په نوم جګړې تر پردې لاندې له باجوړه تر وزیرستان پورې سیمه کې د ترهګرۍ د ځپلو په نوم د پښتنو قومونو او قبیلو خلاف پراخ پوځي عملیات ترسره کړل، چې په زرګونو ماشومان، ښځې او سړي یې ووژل، د هغوی کورونه، جایدادونه او بازارونه یې ولوټل او تباه یې کړل، او په میلیونونو پښتانه له خپل کور او کلي نه تر اوږدې مودې په کډه کولو مجبور شول.
د پاکستاني پوځ د ناروا ظلمونو پر ضد، په ۲۰۱۸ کال کې په دې سیمه کې یو ستر ولسي پاڅون وشو، چې په لنډ وخت کې یې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ایم) شکل غوره کړ. د دغه سیاسي مقاومت تظاهراتو او پرلتونو په حکومت ډېر فشار راوست او د دغه فشار د کمولو او د پي ټي ایم په سیاسي توګه د خلع سلاح کولو لپاره، د جنرالواکۍ په امر د پاکستان پارلمان د هیواد په اساسي قانون کې د پنځه ویشتم تعدیل په وسیله دغه قبایلي سیمه (فاټا) د ۲۰۱۸ کال د می میاشتې په یو دیرشمه نېټه د پښتونخوا په ایالت کې مدغم کړه، ځکه د پي ټي ایم په شمول د پښتنو ډېری ملتپالو ګوندونو له ډېر وخت نه دغه غوښتنه کوله.
د اساسي قانون ۲۵ تعدیل لغوه کول
د ۲۰۲۱کال د اګست په میاشت کې، چې کله په افغانستان کې جمهوري نظام سقوط وکړ او طالبانو واک لاس ته راوړ، نو د سیمې په ستراتیژیکه اوضاع کې ستر تغییر راغی.
له طالبانو سره یو شمېر ترهګر سازمانونه هم کابل ته ننوتل. د نړۍ لپاره د طالبانو د امارت په رسمیت پېژندلو کې تر ټولو لوی خنډ په افغانستان کې د همدغو ترهګرو سازمانونو شتون دی. د طالبانو مشکل دا دی چې هغوۍ دغه ترهګر سازمانونه د افغانستان نه شړل نه غواړي. هغوی بهانه دا کوي چې دغو سازمانونو له دوی سره په اصطلاح د ازادۍ په جګړه کې برخه اخیستې ده او پر دوی یې ډېر احسانات دي، خو په حقیقت کې هغوی دغه سازمانونه خوندي ساتل غواړي.
د دې هدف تر لاسه کولو لپاره، پاکستاني جنرالان او طالبان یو ګډ پلان لري. د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پراخ فعالیت هم په دې موخه پیل شوی دی. په ۲۰۲۲ کال کې، چې کله په کابل او خوست کې د ټي ټي پي او د ای اېس ای د هغه وخت د رییس جنرال فیض حمید ترمنځ خبرې اترې کېدلې، نو د ټي ټي پي تر ټولو مهمه غوښتنه دا وه چې په ۲۰۱۸ کال کې د قبایلي سیمو په پښتونخوا ایالت کې شوی ادغام دې ختم کړل شي او د قبایلي سیمې (فاټا) پخوانی بیل حیثیت دې احیاء کړل شي.
په حقیقت کې ټي ټي پي هغه فاټا بیا جوړول غواړي، چې له ۲۰۰۲ نه تر ۲۰۱۴کال پورې موجوده وه. په دغه وخت کې پاکستاني جنرالانو دغه اووه ولسوالۍ ټي ټي پي ته سپارلې وې او په دغو سیمو کې ټي ټي پي د حقانیانو شبکې او د طالبانو د نورو ډلو ټپلو کوربهتوب کاوه. د ای ایس ای پخواني رییس جنرال فیض حمید، چې له ټي ټي پي سره کومه معاهده کړې وه، هغه کومه شخصي معامله نه وه، بلکې هغه د پاکستان د پوځ په استازیتوب او د پوځ د مشرتابه په اجازت دغه معاهده کړې وه. نو ځکه ټي ټي پي ته د پښتونخوا په ځینو سیمو د اشغال او هلته د موازي دولتي موسسو د جوړولو اجازه ورکړل شوې ده (که څه هم په ظاهر کې هغوی دغه سیمې په زور نیولې دي).
د ۲۰۲۳کال د اکتوبر په میاشت کې، د پوځ مشرتابه په یوه خبري کنفرانس کې د فاټا د مدیریت لپاره د یوه جلا سیکرټریټ د جوړولو اعلان کړی و. اوس چې جنرال عاصم منیر په عملي توګه د پاکستان اصلي واکمن دی، نو د پاکستان مرکزي حکومت د جون د میاشتې په درویشتمه نېټه، د مرکزي وزیر مقام په مشرۍ کې د وزیرانو یوه کمیټه جوړه کړه چې هغه پخوانۍ فاټا کې د جرګو جوړولو میکانیزم ساز کړي. یعنی دغه جرګې به د رسمي محاکمو ځای واخلي. د جولای د میاشتې په دویمه نېټه د دغې کمیټې په غونډه کې د جرګو د رغولو په جزئیاتو خبرې وشوې.
په قبایلي سیمه کې د انګریز د استعماري دورې د ادارې د بیا جوړولو اصلي موخه د یوه داسې یاغستان بیا رغول دي، چې ټي ټي پي او نور ترهګر سازمانونه به ترې د پخوا غوندې یو ځل بیا د پټنځایونو په توګه استفاده کوي. په اسلاماباد کې سیاسي شنونکي په دې نظر دي چې په نژدې راتلونکې کې به د پاکستان پارلمان، د اساسي قانون د پنځه ویشتم تعدیل په لغوه کولو سره، د قبایلي سیمو اداره له پښتونخوا ایالت څخه په رسمي توګه وشوکوي او د فاټا یاغستان به بېرته احیاء کړي.
په دې ډول به پاکستان او طالبان دواړه د دغې سیمې د ادارې مسوولیت په غاړه نه اخلي او د ترهګرۍ مسوولیت به د پخوا غوندې یو ځل بیا په یاغستان کې میشتو د پښتنو قبیلو پر غاړه واچوي، او افغان/پښتون به یو ځل بیا د یوه نوي جنګ خاشاک وګرځي. د پښتنو په قبایلي سیمو کې دغه لوبه، په مرکزي اسیا کې د زبرځواکونو ترمنځ د هژمونۍ د شخړې له نوې مرحلې سره تړاو لري.