په هرات کې د طالبانو د اطلاتو او کلتور رییس ویلي، چې له ایران څخه د افغان کډوال د راستنولو لړۍ دوام لري او په تېرو دوو ورځو ۷۳ زره افغان کډوال د اسلام کلا له لارې راستانه کړل شوي دي.
احمدالله متقي د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس ته ویلي: «تېره ورځ ۳۶۵۱۲ افغان کډوال د اسلام کلا له لارې راستانه کړل شوي دي. دا د کډوالو د راستنولو د شمېر زیاتوالی ښيي.»
نوموړي ویلي، چې په تېرو ۱۳ ورځو کې یوازې د اسلام کلا له لارې له ۳۳۶ زره څخه ډېر افغان کډوال له ایرانه راستانه کړای شوي دي.
په هرات کې ځايي طالب مسوولین وايي، چې تازه راستنېدونکو کډوالو لپاره یې په اسلام کلا کې روغتیايي مرکزونه، د خوړو امکانات او خپلو اصلي مېنو ته د لېږدولو په برخه کې یې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
ایران له اسراییل سره تر ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته سملاسي د افغان کډوالو په جبري شړلو لاس پورې کړ او تر دې مهاله یې زرګونه افغان کډوال په زور بېرته افغانستان ته ستانه کړې دي.
د ایران حکومت دغه اقدام د ملګرو ملتونو د کډوالو سازمانونو په ګډون د یو شمېر ایرانیانو هم سخت غبرګونونه راپارولي دي او د ایراني نظاميانو له خوا له افغان کډوالو سره پر غېرانساني چلند سختې نیوکې کوي.